د کانونو او پټرولیم وزارت څخه خپره شوې خبرپاڼه ليکي چې د ياد وزارت سرپرست وزیر ملا هدایت الله بدري نن يکشنبه د چین له سفیر او مل پلاوي سره د افغانستان او چين تر منځ په همکاريو، او افغانستان کې د پانګونې فرصتونو په رامنځته کولو خبرې اترې کړې دي.
د خبرپاڼې پربنسټ په دې کتنه کې د وزارت د مقام سلاکار انجنیر وحیدالله حلیمي او یو شمېر رئیسانو په شتون کې، د افغانستان او چین ترمنځ د اقتصادي اړیکو د لا پراختیا، ګډو همکاریو، د پانګونې د فرصتونو په رامنځته کولو،د آمو دریا نفتي حوزې، او مس عینک پروژو په برخه کې د وروستیو پرمختګونو په اړه بحث او خبرې شوې دي.