Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»د افغانستان کانونه؛ د جنګ ‌سالارانو له ابزارو څخه د افغانستان د اقتصاد تر ستنو!
    تورې څېرې

    د افغانستان کانونه؛ د جنګ ‌سالارانو له ابزارو څخه د افغانستان د اقتصاد تر ستنو!

    صابر افغانصابر افغان20 فبروري 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د جمهوریت د لاسپوڅې ادارې په شلو کلونو کې او آن له هغه مخکې، کله چې دا خاوره د جنګ سالارانو د کورنیو ویجاړونکو جګړو ښکار وه، د افغانستان له کانونو څخه د افغان ملت پر ضد د یوې وسیلې په توګه کار اخیستل کېده او دا الهي نعمتونه یې په آسماني آفتونو بدل کړي وو.

    د کورنیو جګړو په وخت کې، که څه هم د افغانستان کانونه لږ استخراج کېدل، خو بیا هم دغه بدنامو مشرانو د خپلو جګړو د سون توکو په توګه کار ورڅخه اخیسته او د هغوی د ویجاړونکو جګړو دوام په لویه کچه د همدغه کانونو په استخراج پورې تړلی و.

    د پنجشیر دره چې د زمرودو له کانونو څخه ډکه وه، د احمدشاه مسعود او د هغه د ورانکارې ډلې تر ساړه سیوري لاندې وه او مسعود او لارویانو یې د زمرودو له خرڅلاو څخه د خپلو مخالفینو پر وړاندې د جګړې د لګښتونو د پوره کولو لپاره د یوې وسیلې په توګه کار اخیسته.

    د افغانستان په شمال کې د جوزجان او فاریاب کانونه د عبدالرشید دوستم تر کنټرول لاندې وو او هغه په مستقیمه توګه له دغه کانونو څخه د خپل نظامي او سیاسي ځواک د پیاوړي کولو لپاره کار اخیسته.

    اسماعیل خان په هرات او د افغانستان په لویدیځ کې د مرمرو ډبرې او د هغه سیمو نورې طبیعي زیرمې نیولې وې او له هغو څخه یې د خپلو ځواکونو د تمویل او د کورنیو ویجاړونکو جګړو د تَودو ساتلو لپاره کار اخیسته.

    د امریکا له خوا د افغانستان له اشغال وروسته او د جمهوریت د لاسپوڅې ادارې له راتګ سره، د افغانستان د کانونو راتلونکی د امریکایانو په لاس ورغی او له بې سارې غلا سره مخ شو.

    په هغه وخت کې، که څه هم د کانونو وزارت په سمبولیکه توګه موجود و او له ډېرو لوړو معاشونو درلودونکي تشکیلات یې لرل، خو په حقیقت کې د لویدیځو هېوادونو لاسپوڅو سیاستوالو د افغانستان په کانونو کې هیڅ ډول تصرف نه درلود او د خپلو بادارانو له اجازې پرته یې د کانونو د یوې لوېشتې ځمکې د قرارداد کولو توان هم نه درلود.

    دا تريخ حقیقت که څه هم د کورنیو رسنیو له خوا پټېده، خو د آلمانWDR2″ ” راډیو په یوه لنډ خبر کې په افغانستان کې د “لیتیم” کان د کشف خبر د ټولو فارسي ژبو راډیوګانو او د نړۍ خبري اژانسونو په پرتله په یوه متفاوته توګه اعلان کړ.

    دې راډیو وویل: «د امریکا پوځ په افغانستان کې د “لیتیم” یو لوی کان کشف کړی دی؛ نه یوازې له لیتیم څخه په کمپیوټري سیسټمونو کې تر ټولو دقیقې ګټې اخیستل کېږي، بلکې د دې فلز کارول په جنګي وسلو کې یو لوی بدلون رامنځته کوي.»

    جالبه دا ده چې دا خبر بیا تکرار نه شو او په نړۍ کې هیڅ خبري اژانس د پاس یادو دریو ټکو په اړه دومره روښانه خبر ورنه کړ:
    ۱. په کمپیوټري سیسټم کې کارول.
    ۲. د نظامي وسلو په تولید کې کارول.
    ۳. د امریکا د پوځ له خوا د هغه کشف.

    دریم ټکی، یعنې د دې کان نظامي تصاحب او د یوه امریکايي جنرال له خوا د دې کشف اعلان، چې خبري اژانسونو د هغه ارزښت تر زر میلیارډ ډالرو پورې اټکل کړی و.

    هېره دې نه وي چې یادې راډیو د خبر په پای کې زیاته کړه چې که د دې کان څخه به لږه برخه عواید د افغانستان په چارو کې ولګول شي، نو دا هېواد به د سیمې په یو پرمختللي هېواد بدل شي.

    د امریکایي څېړونکو څخه سټیفن لیډمن هم د “امریکا او د افغانستان د بډایه کانونو لوټل” تر عنوان لاندې په یوه مقاله کې لیکلي وو، چې په افغانستان کې د امریکا بې‌پایه تېری له ترهګرۍ په وړاندې مبارزې سره هیڅ تړاو نه لري، بلکې په افغانستان کې د امریکا د حضور موخې عبارت دي له: د هېواد کنټرول، د ګازو او تېلو د نل لیکو د غځولو لپاره د هغه استعمال، د نظامي اډو له لارې د چین او روسیې محاصره کول او د افغانستان د بډایه معدني زیرمو لوټل چې احتمالا تریلیونونه ډالر ارزښت لري.

    د کانونو دا چور او چپاول او د هغوی بې برخليکه کېدل د اشغالګرو او د هغوی د مزدوارانو له خوا د جمهوریت تر وروستیو ورځو پورې روان و او د هغوی ګټه له افغان کړېدلي ملت پرته هر چا ته رسېده.

    د سرپرست حکومت له واک ته رسېدو او د افغانستان له کانونو څخه د اشغالګرو او اجیرانو د لاس لنډېدو راهیسې، یو استثنایي فرصت برابر شوی ترڅو د افغانستان له کانونو او طبیعي زیرمو څخه د ملي ګټو د تأمین لپاره په لازم ډول کار واخیستل شي او په رښتینې معنی د افغانانو لپاره د خیر منبع وګرځي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهفلسطیني مقاومت ځواکونو د اسرائیلي بندیانو جسدونه د سره صلیب نړیوال سازمان ته وسپارل
    راتلونکي مقاله د ملتان پر مرکزي سړک د ټرافیکي پېښې له امله لس کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

    مربوطه لیکنې

    د پردیو اجنډاوو په تعقیب؛ جګړې ته د ولس بلنه او دوه مخی چلند

    14 جون 2025

    عبدالرشید دوستم؛ هغه مجرم جنرال چې په خپل جنایت فخر کوي

    12 جون 2025

    د کډوالو لپاره د تمساح اوښکې؛ له بشري ناورین څخه ناوړه سیاسي ګټه اخیستنه

    11 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 14 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د خپل قومندان په ترور کې ښکېل د پوځ د استخباراتي ادارې یو کارمند وژلی

    له خیبر پښتونخوا د هندوکش‌غږ ځایي سرچینې وایي، د پاکستاني طالبانو غورځنګ استخباراتي ځواکونو د…

    د القاعدې غورځنګ پوځي څانګې سومالیا کې پر یوه غل شرعي حد جاري کړی

    14 جون 2025

    امنیتي ځواکونو د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي

    14 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پاکستاني طالبانو د خپل قومندان په ترور کې ښکېل د پوځ د استخباراتي ادارې یو کارمند وژلی

    14 جون 2025

    د القاعدې غورځنګ پوځي څانګې سومالیا کې پر یوه غل شرعي حد جاري کړی

    14 جون 2025

    امنیتي ځواکونو د هېواد په شپږو ولایتونو کې ۱۹ تنه د بېلابېلو جرمونو په تړاو نیولي

    14 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،955 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،888 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،878 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.