د افغان حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي چې د افغان حکومت د ریاست الوزاء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ یو لوړپوړی پلاوی نن چهارشنبه د ایران د ولسمشر په جنازه کې ګډون کوي.
ښاغلي مجاهد پر خپله “اېکس” یا پخواني ټویټر پاڼه لیکلي، چې د رییس الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عدالغني بـ.ـرادر سره د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي هم تهران ته ځي.
د ایران د ولسمشر ابراهیم رئیسي جنازه په څو ښارونو تبریز، قم، تهران او مشهد کې ترسره کیږي.
ريیسي د یکشنبې په ورځ په ختیځ اذربایجان ولایت کې د هیليکوپټر د لوېدو په پېښه کې له اوو نورو لوړ پوړو چارواکو سره چې د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان هم په کې شامل و، خپل ژوند له لاسه ورکړ.
افغان حکومت له دې وړاندې د ایران ولسمشر چې د هیلیکوپټر د غورځېدو په پېښه کې ژوند وبایله، د ایران ولس او حکومت سره د خواخوږۍ په موخه اعلامیه هم خپره کړې وه.