Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»نړۍ»د امریکا، چین، کاناډا او مکسیکو ترمنځ د سوداګریزو کړکېچونو زیاتوالی
    نړۍ

    د امریکا، چین، کاناډا او مکسیکو ترمنځ د سوداګریزو کړکېچونو زیاتوالی

    صابر افغانصابر افغان3 فبروري 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د امریکا ولسمشر، ډونالډ ټرمپ، د درېیو اجرایي فرمانونو په صادرولو سره له چین، کاناډا او مکسیکو څخه امریکا ته پر وارداتي سوداګریزو توکو نوې تعرفې ولګولې. د دغو فرمانونو له مخې، سر له سې‌ شنبې ورځې، به چینایي توکي له ۱۰ سلنه او کاناډایي او مکسیکویي سوداګریز توکي به له ۲۵ سلنه تعرفو سره مخامخ شي. د امریکا دا اقدام د یادو هېوادونو غبرګونونه راپارولي دي.

    چین اعلان کړی چې دا موضوع به د سوداګرۍ نړیوال سازمان (WTO) ته وړاندې او پر وړاندې به یې خپل ځوابي اقدامات ترسره کړي. د چین سوداګرۍ وزارت ویلي، چې پیکنګ له واشنګټن سره د خبرو اترو غوښتونکی دی، خو په مقابل کې د دښمنانه سیاستونو پر وړاندې به خاموشه پاتې نه‌شي.

    په ورته وخت کې د کاناډا لومړي وزیر، جسټن ټروډو، له خپلو خلکو غوښتنه کړې چې امریکايي محصولات تحریم کړي.

    د امریکا تعرفو ته په ځواب کې مکسیکو هم غبرګون ښودلی او د دې هېواد ولسمشر، کلودیا شین‌بام، په یوه پیغام کې ویلي چې خپل اقتصاد وزیر ته یې امر کړی چې متقابل اقدام وکړي.

    بل خوا ټرمپ یو ځل بیا وړاندیز کړی چې کاناډا دې د امریکا ۵۱م ایالت شي، تر څو له مالیاتو څخه ګټه پورته کړي. نوموړي ادعا کړې چې امریکا کاناډا ته میلیاردونه ډالر ورکوي او پرته له دې مالي مرستې کاناډا نه‌شي کولی خپل اقتصادي ثبات وساتي.

    ټروډو خبرداری ورکړی چې د امریکا نوې تعرفې به په امریکا کې د خوړو، تیلو او د موټرو جوړولو فابریکو د احتمالي تړل کېدو لامل شي. نوموړي همداراز له کاناډایي وګړو غوښتنه کړې چې امریکا ته له سفر کولو ډډه وکړي.

    د چارو د شنونکو په باور د دغو هېوادونو ترمنځ سوداګریز کړکېچ کولی شي په نړیوالو مالي بازارونو اغېزه وکړي.

    مخکینۍ مقالهد بهر مېشتو کمېشن‌کارو او پروژه یي مېرمنو لالهانده منډې او بې ګټې پایلې!
    راتلونکي مقاله ترکي «ماروېسټ» شرکت افغانستان کې د نوې ټېکنالوژۍ پر مټ د برېښنا تولید او وېش ته لېوالتیا ښودلې

    مربوطه لیکنې

    فرانسه د لاریونونو د امنیت لپاره ۷۰ زره پولیس ځای پر ځای کوي

    30 اکتوبر 2026

    د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر ټرمپ ته د ایران پر ضد د بیا بریدونو پوځي طرحې وړاندې کړېانادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) مشر اډمیرال براډ کوپر د سپینې ماڼۍ په یوه غونډه کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د ایران پر ضد د بیا پوځي بریدونو احتمالي طرحې او انتخابونه وړاندې کړي دي.انادولو خبري اژانس د وال‌سټریټ ژورنال په حواله راپور ورکړی، چې په دې غونډه کې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت، د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال ډان کېن او د کابینې ځینو نورو غړو هم ګډون درلود. دغه غونډه یوه ورځ وروسته له هغه شوې، چې پوځي چارواکو له مرستیال ولسمشر جي ډي ونس سره هم لیدلي وو.د راپور له مخې، د ټرمپ اداره د روان کال په لومړیو کې د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته پر ایران د یوه نوي پوځي کمپاین احتمال ارزوي. امریکا په وروستیو اوونیو کې منځني ختیځ ته خپلې هوايي دفاعي وړتیاوې، مهمات او نور پوځي تجهیزات زیات کړي او ځینې سرتېري یې له هغو اډو څخه لېږدولي چې د ایران د احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو له ګواښ سره مخ دي.

    30 اکتوبر 2026

    فرانسه کې د اعتراضونو پر مهال تر ۵۰۰ ډېر کسان ټپیان شوي

    26 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 30 اکتوبر 2026

    د افغان-انګلیس دویمې جګړې د شهیدانو تاریخي هدیره بیا رغول کېږي

    د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ویلي، چې د یاد وزارت د هنر او فرهنګ معین…

    د مهاجرینو وزیر د یوناما له نوې مشرې سره د راستنېدونکو کډوالو او بشري مرستو په اړه خبرې کړي

    30 اکتوبر 2026

    امریکا پر ایران د احتمالي برید لپاره اسرائیلو ته ۱۰ پوځي باروړونکې الوتکې لېږلي

    30 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغان-انګلیس دویمې جګړې د شهیدانو تاریخي هدیره بیا رغول کېږي

    30 اکتوبر 2026

    د مهاجرینو وزیر د یوناما له نوې مشرې سره د راستنېدونکو کډوالو او بشري مرستو په اړه خبرې کړي

    30 اکتوبر 2026

    امریکا پر ایران د احتمالي برید لپاره اسرائیلو ته ۱۰ پوځي باروړونکې الوتکې لېږلي

    30 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،149 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،272 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.