شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp نړیوالې رسنۍ وایي، تازه څو شېبې وړاندې د صهیونیستي رژیم په یافا او تل ابیب ښارونو کې د چاودنو غږونه اورېدل شوي او د دغه رژیم له خوا د اشغال شوي فلسطین په شمال او جنوب کې د خطر زنګونه کړنګېږي.د ایران تسنیم خبري اژانس د صهیونیستي سرچینو له قوله لیکلي، چې له ایرانه پر صهیونیستي اسرائیلو بل پړاو توغندیز بریدونه پیل شوي.ورته مهال یوې ایرانۍ سرچینې له سياېناېن خبري شبکې سره په خبرو کې ویلي، چې اسرائیلي تېري ته به یې د هېواد ځواب سخت وي او بریدونه به یې لا پراخ شي.
د فلسطین پخوانی ولسمشر، نبیل عمرو: اسرائیلي پوځ د فلسطین پر لویدیځه غاړه مستقیم کنټرول لري30 جولای 2025
د یمن حوثیان: په څلورم پړاو سمندري محاصره کې اسرائیلي بندرونو ته تلونکې هره بېړۍ هدف ګرځوو28 جولای 2025