Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د ایران په ضد د اسرائیلو د برید تر شا د مخالفو ډلو شوم نقش
    تبصرې

    د ایران په ضد د اسرائیلو د برید تر شا د مخالفو ډلو شوم نقش

    صابر افغانصابر افغان17 جون 2025څرگندونې نشته6 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    تحلیل

    پر ایران برید او ابعاد یې:
    د ۲۰۲۵م کال، د جون میاشتې پر ۱۳مه د اسرائیلو صهیونیستي رژیم پر ایران برید وکړ، په دې برید کې د ایران څو مهم اټومي او پوځي تأسیسات او د سپاه پاسداران په شمول د پوځ یو شمېر لوړپوړي قوماندانان په نښه شول، که څه هم د دغه برید تر شا پیغامونه خورا ډیر دي، خو په ظاهره داسې تبلیغ شول چې دا عملیات د ایران د اټومي پروګرام د کمزوري کولو او د نظامي او استخباراتي بنسټونو د کمزوري کولو لپاره ترسره کېږي.

    په نږدې دریو ورځو کې د صهیونیستي رژیم له خوا پر ایران د ترسره شوي برید له سیوري لا هم نړۍ نه ده وتلې، چې د دغې حملې بېلابېل ابعاد ورځ تر بلې روښانه کېږي. د اسرائیلو برید چې د ایران پر حساسو تأسیساتو ترسره شوی، یواځې یو بهرنی تعرض نه و، بلکې کره نښې شته چې دا برید د ایران له دننه هم د یو شمېر کړیو په توسط اجرا او ترسره شوی دی.

    د مقاومت جبهې جاسوسي کړنې:
    مقاومت جبهه چې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې په افغانستان کې د خپل خیالي شتون ادعاوې کوي، دلته یې فزیکي حضور ختم شوی او شتون نه لري، خو دا چې د احمد مسعود په مشرۍ مقاومت جبهه یوه پلورل شوې ډله ده، هرې ناولې کړنې ته لاس اچوي او د هر پردي کس دروازه ټکوي، تر څو د ناروا کړنو ملاتړ یې وشي.

    له لسیزو راهیسې د مقاومت جبهې جاسوسي پېښلړ خورا پراخ دی، دغه جبهه هم مهاله هم شرقي او هم غربي بلاک ته د جاسوسۍ ګڼ شمېر شواهد، ثبوتونه او کیسې لري، خو دا ځل یې جاسوسي اړیکې او کتنې خورا پراخې او پیچلې دي. دغه ډلې له ګڼ شمېر استخباراتي سازمانونو، هېوادونو او ډلو سره اړیکې رامنځ ته کړې دي، خو په دې وروستیو کې یې څرګندې بیلګې له فرانسې او اسرائیلي رژیم سره نږدې روابط او د مرستې غوښتنې یادولی شو.

    له اسرائیلو سره اړیکې:
    اسوشیټیډ پریس ورځپاڼه وايي، چې احمد مسعود له ماریف سره مرکه کې ویلي، موږ د اسرائیلو په شمول د هر هغه چا ملاتړ ته اړتیا لرو، چې غواړي زموږ ملاتړ وکړي. اسرائیلۍ ورځپاڼې اورشلم پوسټ هم په هماغه ۲۰۲۳م کال کې ورته راپور خپور کړی و. دا څرګندونې که یو خوا د احمد مسعود لپاره له اخلاقي پلوه خورا کمزورې او له اسلامي ارزښتونو لیرې وې، بل خوا له اسرائیلو سره د نوموړي د اړیکو پر نږدې والي او خورا ډیر تمایل دلالت کوي.

    احمد مسعود ته مهمه نه ده چې څوک یې ملاتړ کوي، بلکې هغه او د هغه د یوې کورنۍ جبهې ته مهمه ده چې د بهرني ملاتړ په توسط خپلې شخصي منافع خوندي کړي، هغه که د اسرائیلو په مرسته وي، د فرانسې یا هم کوم بل هېواد. له یهودو سره د احمدشاه مسعود، احمد مسعود او د دوی د کورنۍ نږدې اړیکې له دې هم څرګندې وې، چې له میلیونر او جاسوس یهودي الاصله برنارد هنري لیوي سره یې تګ راتګ درلوده، د هغه له لارې یې مرستې ترلاسه کولې او ملاتړ یې کېده.

    له فرانسې سره اړیکې:
    له فرانسې سره هم له احمدشاه مسعود وروسته د هغه د کورنۍ، په ځانګړې توګه احمد مسعود نږدې اړیکې لري، چې موده یې لسیزو ته رسیږي، د دوی ترمنځ ګرمې اړیکې هم د مقاومت جبهې پر جاسوسي فعالیتونو اغېزې لري، ځکه تر ټولو ډیر فرانسې او اسرائیلي رژیم ته ژمنتیا لري.په دې وروستیو کې یو ځل بیا هم احمد مسعود فرانسې ته د یو کنفرانس لپاره سفر کړی او هلته یې د فرانسې له ګڼ شمېر پخوانیو او اوسنیو چارواکو سره لیده کاته کړي دي.

    اسرائیل، فرانسه او په ټوله کې غربي بلاک له ایراني رژیم سره پټې او څرګندې دښمنۍ لري، چې له کبله یې آن تر جګړو او خونړیو پېښو رسیږي، خو ایران بیا په ورته وخت کې یې داسې یوې ډلې ته دفترونه، امکانات او د اوسیدنې لپاره ځای ورکړی، چې د ایران ضد ټولو استخباراتي ادارو، هېوادونو او کړیو سره لاس لري او د هغوی په ګټه خپل فعالیتونه تنظیموي.

    د اسرائیل په ګټه جګړه:
    د اسرائیلي رژیم له خوا پر ایران وروستي بریدونه پر خاصو اهدافو ترسره شوي، چې له همدې کبله که لږ هم وو، خو خپل خاص اهداف یې ترلاسه کړي دي؛ دا برید نه تنها د دغه هېواد له بهره ترسره شوی، بلکې د دغه هېواد له دننه هم پر ځینو اهدافو ترسره شوی، چې له هغه نیابتي ډلو پرته یې ترسره کول ناممکن دي، چې له صهیونیستي رژیم سره نږدې اړیکې ونه لري. ډیری وخت د هېوادونو په منځ کې همدا نیابتي ډلې د نورو هېوادونو په ګټه جاسوسي فعالیتونه کوي او د هماغه هېوادونو له منځه مهم اطلاعات بهرنیو استخباراتو ته د خپل ملاتړ لپاره لېږي.

    دا چې مقاومت جبهه دا مهال په افغانستان کې هیڅ راز حضور نه لري او ټول غړي یې د نورو هېوادونو ترڅنګ په ایران کې هم اوسېږي، لیرې نه ده چې د اسرائیل – ایران په وروستۍ جګړه کې هم دغه جبهې خپله ونډه نه وي اخیستې، ځکه چې د نورو له مزدورۍ او د هغوی له ملاتړ پرته یې ژوند له ګواښ سره مخ کېږي.

    اغېزې:
    د مقاومت جبهې غړي چې دا مهال په ایران کې اوسیږي، د ایران ضد کړیو د تشویق له کبله لاندې کړنو ته لاس اچولی:

    1. د ایران ملي امنیت ته ګواښ پېښول.
    2. د غلاوو او نورو جنايي پېښو ګراف لوړول، ترڅو ایران د امنیت په تأمین کې ضعیف وښيي.
    3. تر مقاومت او نورو نومونو لاندې د موساد او نورو استخباراتي ادارو لپاره جاسوسي کول.
    4. ایران بې ثباته کول.
    5. د سیمې امنیت ګواښل.

    وړاندیز:
    له همدې امله، دا حیاتي ده چې ایران د دغو داخلي عناصرو، د هغوی تمویل، اړیکو او هدفونو په اړه ژوره ارزونه او له سره غور وکړي، د هغوی لاسونه لنډ کړي، هغه اشخاص تثبیت کړي چې د مقاومت جبهې په شمول د ټولو ایران مېشتو ډلو له منځه د ایران او سیمې امنیت ګواښي، د ټولنیزو رسنیو له لارې د عامو خلکو رواني امنیت ته زیان رسوي او په داسې لویو او ګواښوونکو جګړو کې برخه اخلي چې د ایران، افغانستان او سیمې د دایمي بې ثباتۍ لامل ګرځي.
    ایران باید د مقاومت جبهې د غړو، د هغوی تمویل، تماس نیوونکو او د بهرنيو لاس‌وهنکو اړیکو په اړه دقیق تحقیقات وکړي، که د خیانت شواهد وموندل شي، باید محاکمه شي، د رسنیو او ټولنیزو شبکو له لارې دې خلکو ته حقایق ورښکاره کړي، تر څو د شعارونو تر شا استخباراتي موخې افشا شي، همدا راز باید ایران یو علمي او فرهنګي کمپاین پیل کړي، چې روښانه کړي دا ډلې څنګه د مقاومت او نورو د نوم تر شا د ایران د دښمنانو لپاره وسیله ګرځېدلي دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد ایران په ضد د اسرائیلو د برید تر شا د مخالفو ډلو شوم نقش
    راتلونکي مقاله د سالنګونو پر لویه لار تر بلې خبرتیا هر ډول بار وړونکو ټیلري وسایطو ته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوه

    مربوطه لیکنې

    مقاومت جبهه؛ روان وضعیت، په وړاندې یې ننګونې، راتلونکې سناریو او حل لاره

    25 جون 2025

    د ایران په ضد د اسرائیلو د برید تر شا د مخالفو ډلو شوم نقش

    17 جون 2025

    د سحر او جادو له تور بازار او ناوړه کاروبار سره د مبارزې جدي هڅې

    21 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تبصرې 25 جون 2025

    مقاومت جبهه؛ روان وضعیت، په وړاندې یې ننګونې، راتلونکې سناریو او حل لاره

    تحلیل مقاومت جبهه: په ۲۰۲۱ز کال کې د سرپرست حکومت په وړاندې، د احمد مسعود…

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    24 جون 2025

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    مقاومت جبهه؛ روان وضعیت، په وړاندې یې ننګونې، راتلونکې سناریو او حل لاره

    25 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان پر يوه پوځي کمپ بريد کې پنځه پوځيان وژلي

    24 جون 2025

    خوست کې هغه کس نيول شوی چې غوښتل یې په هوايي ډزو انجلۍ ځان ته په نوم کړي

    24 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،969 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،900 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،895 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.