د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي په مشرۍ پلاوی د روسیې فدراسيون په رسمي بلنه د افغانستان په اړه د مسکو مشورتي فارمټ شپږمې ناسته کې د ګډون په موخه مسکو ته روان شو.
بهرنیو چارو وزارت مرستيال وياند ضياء احمد تکل وايي تمه ده د بهرنيو چارو وزير به د اکټوبر پر ۴مه د مسکو فارمټ ناستې په څنډه کې د روسيې فدراسيون د بهرنيو چارو وزير ښاغلي سرگي لاوروف سره هم پر دوو اړخيزو مسايلو خبرې اترې ولري.