Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تبصرې»د حماس اسلامي غورځنګ نوی مشر يحيی السنوار
    تبصرې

    د حماس اسلامي غورځنګ نوی مشر يحيی السنوار

    صابر افغانصابر افغان7 اگست 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    حماس اسلامي غورځنګ د فلسطين د خپلواکۍ او ازادۍ غوښتونکيو غورځنگونو څخه يو مخکښ غورځنګ دی، دا غورځنګ سياسي، ټولنيز او پوځي اړخونه لري؛ د حماس اسلامي غورځنګ د اسرائيلو د اشغال، او د زور زياتي په مقابل کې د فلسطينيانو د حقوقو تر ټولو مخکښه غښتلې او مهمه مدافع ډله ده، چې په ۱۹۷۸ م کې یې خدای بښلي احمد ياسين د غزې په تړانګه کې بنياډ کېښود.

    حماس څو ځانګړنې لري چې د هغو له جملو څخه يې يوه ځانکړنه دا ده چې يواځې د خپل هيواد فکر، عقيدې او ځمکې مدافعه ده؛ د نورو په کار کې هيڅ کار نه لري او نه هم مداخله کوي او په همدې کار سره په اسلامي ګوندونو کې تر نورو کاميابه او غښتلې ډله بلل کېږي.

    دويمه ځانکړنه يې دا ده چې حماس يهودو او اسرائيلو ته په فلسطين کې د حق او ملکيت هيڅ شي ته ژمن نه دی او هغوی اشغالګر او غاصب بولي.

    دريمه ځانکړنه يې دا ده چې حماس وايي: له اسرائيلو سره زموږ جګړه د حدودو او مرزونو جګړه نه ده، بلکې د وجود او شتون جګړه ده.

    څلورمه ځانکړنه يې دا ده چې په سيمه او عربي نړۍ کې د هيڅ هېواد په داخلي چارو او سياست کې لاس وهنه نه کوي او تل يې له دغه شيانو ځان ساتلی.

    د حماس مخکنی مشر اسماعيل هنيه چې په ايران کې د اسرائيلو لخوا په شهادت ورسېد، نو د حماس اسلامي غورځنګ شوری فيصله وکړه چې د دغه غورځنګ مشر يحيی ابو ابراهيم حسن السنوار وټاکي.

    یحیی سنوار په ۱۹۶۲ کې د فلسطین په خان يونس کې زېږېدلی؛ د غزې له اسلامي پوهنتون څخه په عربي ادب کې ليسانس لري.

    ابو ابراهیم السنوار اولنی کس و چې د مجد په نوم طرحه یې جوړه کړه او د حماس بنسټ ايښودونکي ته يې وړانديز وکړ: تر څو چې د دښمن په مهمو شيانو لاس رسی پيدا نه کړو تر هغې دښمن نه شو ماتولی… هماغه و چې هغه ورسره هوکړه وکړه او د سنوار اولنی کار دا و چې د فلسطين په دننه کې د اسرائيلو طرفداران او جاسوسان په نښه او له منځه يووړل.

    دويم کار يې دا و چې اسرائيلي استخباراتو او امنيتي ارګانونو ته يې تر يوه حده لاس رسی پيدا کړ چې په پايله کې يې يعنې په ۱۹۸۵ کې اسرائيلو په همدې ونيوه چې د مجد په نوم طرحه يې جوړه کړې.

    هغه اسرائيلو بندي کړ او په ۲۰۱۱ کې يې د جلعاد شاليط په مقابل کې خوشې کړ چې تر ننه اسرائيل د هغه په خوشې کولو پښېمانه دي.

    سنوار د اسرائيلو په بند کې عبري ژبه زده کړه او د اسرائيلو د مشهورو سياسيونو تحليلګرانو او تاريخ پوهانو اکثريت کتابونه ېې ولوستل؛ اسرائيل سنوار ته د فلسطين اسامه بن لادن هم وايي.

    د اسرائيلو مشهور څېړنيز مرکز هيرتسيليا د سنوار په اړه يوه ليکنه نشر کړې وه چې په هغې کې یې ليکلي: سنوار کولی شي د فلسطين روان وصغيت ته تغير ورکړي، هغه د عقل او عمل سړی دی او فيصلې يې د احساساتو پر ځای په فکر او پلان ولاړې وي.

    د ۷ اکتور اصلي طراح هم همدا سنوار بلل کېږي او اسرائيلو څو څو کرته خپله اعتراف کړی چې دا د هغوی په تاريخ کې تر ټولو بد حالت او زيان دی چې هغوی ليدلی.

    په تېر دسمبر کې د اسرائيلو لومړي وزير نتن ياهو د هغه په اړه ويلي وو چې هغه کېدای شي پټ او يا هم وتښتي خو موږ به يې اخر هم نيسو؛ خو سنوار تر ننه له فلسطين څخه نه دی وتلی او لا هملته فعاليت کوي چې دا د هغه په پلان نيولو او فکر کولو دلالت کوي؛ هغه د امريکا په تور ليست کې هم دی.

    د توپان الاقصی اصلي طراح هم سنوار دی او دا د همده طرحه وه چې له اسرائيلو يې سلګونه بند فلسطينان ازاد کړل.

    ډيری نظر لري چې سنوار به د فلسطين روان وضيعت تغير او ازادي غوښتونکيو ته به يوه نوې روحيه او زيری ورکړي خو دا به راتلونکي ته پرېږدو چې دا خبره تر کومه صحيح ده.

    مخکینۍ مقالهد نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ
    راتلونکي مقاله له پاکستان د بنګلديش خپلواکي

    مربوطه لیکنې

    بلوچستان کې روان تاوتریخوالی؛ کورني عوامل او سیمه‌ ییز انعکاس

    2 فبروري 2026

    پاکستانی پوځ او استخبارات، عملیاتي ناکامي د پروپاګند تر سیوري لاندې پټوي

    26 نوومبر 2025

    د پاکستاني جنرالانو د واک لوبې او د ملت ناپایه درد

    26 نوومبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 9 فبروري 2026

    اسرائيلو ته د کار کولو په تور د ايران حکومت څلور پخواني لوړپوړي غړي نيول شوي

    ايراني رسنيو راپور ورکړی، چې چارواکو د دغه هېواد د سیاسي او ټولنیز نظم د…

    د سوریې د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ لوړپوړی پلاوی سعودي عربستان ته تللی

    9 فبروري 2026

    پنجشېر کې د ګرین ګارېنټ قیمتي ډبرو کان کشف شوی

    9 فبروري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    اسرائيلو ته د کار کولو په تور د ايران حکومت څلور پخواني لوړپوړي غړي نيول شوي

    9 فبروري 2026

    د سوریې د بهرنيو چارو وزير په مشرۍ لوړپوړی پلاوی سعودي عربستان ته تللی

    9 فبروري 2026

    پنجشېر کې د ګرین ګارېنټ قیمتي ډبرو کان کشف شوی

    9 فبروري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،104 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،058 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،116 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.