نن چهارشنبه د ۱۴۰۳ کال د زمري د میاشتې په لسمه نیټه، د ایران حکومت د سپاه پاسداران د عامه اړیکو څانګې خبر ورکړ چې د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه له خپل یوه ساتونکي سره په خپل کور کې په شهادت رسېدلی.
حماس په یوه بیان کې په تهران کې د اسماعیل هنیه د شهادت پړه پر اسرائیلو اچولۍ. په دغه بیانیه کې راغلي دي: « غورځنګ مشر اسماعیل هنیه د ایران د نوي ولسمشر د لوړې په مراسمو کې له ګډون وروسته په تهران کې په خپل استوګنځي کې د صهیونیستانو د خیانت په پایله کښې شهید شو».
همداشان د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر غړي موسی ابو مرزوق هم نن سهار د شهید اسماعیل هنیه د وژل کیدو په غبرګون کې وویل: « د امیر اسماعیل هنیه ترور یو بزدلانه عمل دی او بې ځوابه به پاتې نشي».