شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د راپورونو له مخې، د افریقایي هېواد مالي په بوني نومي ځای کې د روسيې کرایي پوځ واګنر او د مالي پوځ، عام ولس قتل عام کړی.د پېښې له ځایه په اخیستل شویو انځورونو کې همدا راز د يوې مسلمانې کورنۍ مور او بچي ليدل کېږي چې په ونو پورې يې را ځوړند کړي دي.
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ مشر ټرمپ ته د ایران پر ضد د بیا بریدونو پوځي طرحې وړاندې کړېانادولو خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) مشر اډمیرال براډ کوپر د سپینې ماڼۍ په یوه غونډه کې ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د ایران پر ضد د بیا پوځي بریدونو احتمالي طرحې او انتخابونه وړاندې کړي دي.انادولو خبري اژانس د والسټریټ ژورنال په حواله راپور ورکړی، چې په دې غونډه کې د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېت، د لوی درستیزانو د ګډې کمېټې مشر جنرال ډان کېن او د کابینې ځینو نورو غړو هم ګډون درلود. دغه غونډه یوه ورځ وروسته له هغه شوې، چې پوځي چارواکو له مرستیال ولسمشر جي ډي ونس سره هم لیدلي وو.د راپور له مخې، د ټرمپ اداره د روان کال په لومړیو کې د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته پر ایران د یوه نوي پوځي کمپاین احتمال ارزوي. امریکا په وروستیو اوونیو کې منځني ختیځ ته خپلې هوايي دفاعي وړتیاوې، مهمات او نور پوځي تجهیزات زیات کړي او ځینې سرتېري یې له هغو اډو څخه لېږدولي چې د ایران د احتمالي غچ اخیستونکو بریدونو له ګواښ سره مخ دي.30 اکتوبر 2026