Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د سترې محکمې يو کلنې لاسته راوړنې؛ نږدې دوه نيم سوه زره قضيو ته رسېدنه شوې
    افغانستان

    د سترې محکمې يو کلنې لاسته راوړنې؛ نږدې دوه نيم سوه زره قضيو ته رسېدنه شوې

    صابر افغانصابر افغان18 سپتمبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د سترې محکمې مسئولینو د امارتي ادارو د يو کلنو لاسته راوړنو د تشريح پروګرام په خبري کنفرانس کې وویل: د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، د نېکمرغه کوچني او لوی اختر په مناسبت ۲۳۰۴ تنه بندیان ازاد شوي او ۱۹۲۰ تنه نور د اړوندو مراجعو له لوري له تخفیف څخه برخمن شوي دي.

    مسئولینو زیاته کړه، چې په تېر یوه کال کې په مجموعي توګه ۱۸۵ زره او ۵۹۱ دوسیې حل او فصل شوي دي.

    د سترې محکمې د مسئولینو په وینا، په تېر کال کې په ټولیز ډول ۲۵۰ زره او ۷۶۲ حقوقي او جزایي قضیې په ابتدائیه، مرافعه او تمیز محکمو کې په دوران کې وې، چې له دې جملې څخه ۲۰۳ زره او ۴۷۸ قضیو ته په ابتدائیه، ۳۴۷۶۲ قضیو ته په مرافعه او ۷۸۹۲ قضیو ته په تمیز محکمو کې رسېدنه شوې او پاتې نورې تر کار لاندې دي.

    مسئولین زیاتوي، چې د یادو قضیو له جملې څخه، د نشه یي توکو اړوند ۸۰۰۵  او د ښځو د شرعي حقونو اړوند ۳۳۷۳ قضیو ته هم رسېدنه شوې ده.

    د مسئولینو په وینا، سترې محکمې په وروستي یوه کال کې ۱۷۹ زره او ۸۱۸ وثیقې اجراء او په ډېټابېس کې ثبت کړي دي.

    مسئولینو د خپلو خبرو په دوام وویل، چې په تېر کال کې د کابینې ۳۳۵ مصوبات او د عالیقدر امیرالمومنین (حفظه الله) احکام او فرمانونه سترې محکمې ته رسېدلي، چې په اړه یې اصولي اجرائآت تر سره شوي دي.

    په همدې ډول، په تېر کال کې د سترې محکمې عالي شورا، ۳۸ ناستې کړي، چې په دې ناستو کې د ۱۹۱ مهمو موضوعاتو په تړاو اړینې پرېکړې تر سره شوي دي.

    د سترې محکمې مسئولینو د معلوماتو له مخې، د دې ادارې د تفتیش لوی ریاست موظف پلاوي، ۵۳۳ موضوعات له نافذه اصولو او مقرراتو سره سم تفتیش کړي دي.

    سربېره پر دې، ټاکل شوي پلاوي په وروستي یوه کال کې ټولو ولایتونو ته سفرونه کړي، د مرافعه، ښاري او ولسوالیو د ابدائیه او نورو محکمو د تفتیش تر څنګ یې له زندانونو هم لیدنه کړې او د زندانیانو د وضعیت ارزونه یې تر سره کړې ده.

    مخکینۍ مقالهافغانستان ته ورپېښ امنیتي ګواښونو او ننګونو ته لنډه کتنه!
    راتلونکي مقاله تېرو ۶ میاشتو کې ۱۲۰۰ ټانکره بې کیفیته تېل بېرته ایران ته ګرځول شوي

    مربوطه لیکنې

    د وحدت ګوند مشر او د مقاومت جبهې د رهبرۍ غړی، محمد محقق: د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په مناسبت د پاکستان دولت او ولس ته صمیمانه مبارکي وايم او دې هېواد ته د سولې او ثبات هيله لرم

    14 اگست 2026

    افغانستان او ایران د اقتصادي اړیکو د پراختیا پر نویو فرصتونو خبرې کړي

    13 اگست 2026

    د ایران د کرنې وزیر په کابل کې د کرنیزو محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه لیدنه کړې

    13 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 14 اگست 2026

    د اسد ۲۴مه؛ د اصيلو ارزښتونو او ملي هويت د بیا احیاء ورځ

    اصلي او حقيقي خپلواکي یوازې د هېواد د سرحدونو او جغرافیايي حدودو تر ساتلو نه…

    د زمري ۲۴مه؛ د اشغال د پای او نوي پړاو د پیل ورځ

    14 اگست 2026

    د مؤمن ولس استقلال پنځه کلن شو

    14 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د اسد ۲۴مه؛ د اصيلو ارزښتونو او ملي هويت د بیا احیاء ورځ

    14 اگست 2026

    د زمري ۲۴مه؛ د اشغال د پای او نوي پړاو د پیل ورځ

    14 اگست 2026

    د مؤمن ولس استقلال پنځه کلن شو

    14 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،124 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،242 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.