Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د سمیع سادات خیالي، بې ثباته او متزلزلې ژمنې او دریځونه!
    لیکني

    د سمیع سادات خیالي، بې ثباته او متزلزلې ژمنې او دریځونه!

    عمران آغاعمران آغا4 مارچ 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: امین مبارز

    د متحدې جبهې په نوم په بهر کې د مېشتې مخالفې ډلې مشر او امریکايي پلوه جنرال سمیع سادات د خپلو بې ثباته، خیالي او متزلزلو ژمنو او دریځونو له کبله د ټولنیزو رسنیو د کاروونکو په منځ کې په یوې داسې څهرې بدل شوی چې هره ورځ خلک پرې ملنډې وهي او د تېرو لاپو او سترو وعدو د نه پوره کېدو له کبله طعنې ورکوي. سمیع سادات هم د نورو بهر مېشتو ډلو او ټپلو د مشرانو په څېر، په افغانستان کې د جګړې د اور بلېدو، د افغانانو د وینې بهېدو او همدا راز د پردیو پلانونو او موخو د پلي کېدو پلوی دی.

    نوموړي په بهر کې د دې ډلې د فعالیت له هماغه لومړیو ورځو د ډېرو استخباراتي ادارو، جرمي شبکو، د انساني قاچاق د بانډونو او نورو بدنامو ډلو ټپلو دروازې وټکولې او په افغانستان کې یې د جګړې د پیل لپاره د چندو او پیسو غوښتنې وکړې. نوموړي له هغه امریکايي جنایتکاره پوځیانو او جنرالانو سره هم اړیکې ټینګې کړې چې په هېواد کې یې له سمیع سادات او د سادات په څېر نورو پردي پالو جنرالانو او ډګروالانو سره یو ځای د سلګونو او آن زرګونو بې ګناه افغانانو وینې تویې کړې او په خورا قساوت او بې رحمۍ یې شهیدان کړل، ځینې یې په زندانونو کې شکنجه کړل او ځینې یې ترې تم کړل.

    سمیع سادات نږدې دوه کاله وړاندې پر خپلو پلویانو غږ وکړ، چې سپورتونه وکړي او ژمنه یې ورسره وکړه چې لږ موده وروسته نوموړی هم افغانستان ته ورځي او په ګډه به جګړه کوي، خو د ټولنیزو رسنیو ډېری کاروونکي او آن د سادات پلویان ده ته اوس پېغور او طعنې ورکوي چې ګواکې موږ دې په سپورټونو ستړي کړو، خو ستا حال را معلوم نه شو. سمیع سادات همدا راز د امریکا د اوسني ولسمشر ټرمپ د انتخاباتي منډو – ترړو پر مهال هم ډېره لابي وکړه او خلکو ته یې سترې ژمنې او لاپې ووهلې چې ګواکې د ټرمپ په ولسمشر کېدو به یې امریکایان بیا ملاتړ وکړي او په افغانستان کې به جګړه پیلوي، مګر د ټرمپ له واکمنۍ نږدې دوې میاشتې ووتلې، خو سمیع سادات لا هم لاپي شاپي وهي. د هغه پلویانو او ملاتړو اوس بیا پرې غږ کړی او ننګولی یې دی چې هغه ګرمې او غوړې ژمنې یې څه شوې!؟

    په تازه مورد کې نوموړي په یو انلاین سپېس کې ډېرې نادودې کړي، پر خپلو پخوانیو ژمنو او خبرو منکر شوی، کله وايي چې د امریکا او بهرنیو دوستانو په ملاتړ افغانستان له طالبانو نیسي، کله بیا وايي چې په بهرنیانو باور نه شي کولی، دې ته ورته ډېرې ضد او نقیص څرګندونې یې وکړې. همدا راز یې بیا خلکو ته له دروغو ډکې ګرمې او غوړې وعدې ورکړي او په خبره یې د دوی په شتون کې به افغانستان ګل او ګزار وي، اقتصاد به یې جوړ وي او افغانستان به د سیمې او نړۍ یو پیاوړی هېواد وي. له نورو ډلو ټپلو سره له اختلافاتو هم پرده پورته کوي او په ټوله کې ګډوډې، بې ربطه، خیالي او هوايي خبرې کوي.

    یو څه چې په زړه پورې دي، هغه دا چې د امریکا او نورو بهرنیو ډونرانو له مرستو ناهیلی شوی، ویلي یې دي چې په افغانستان کې به جګړه د ده په وینا د افغانانو په مرسته کوي او بهرنیان ورته یوازې ‎پیسې او لوژستیکي مرستې برابرولی شي. د نوموړي پر دغه متزلزل، بې ثباته او خیالي دریځ اوس خلک ملنډې وهي او نوموړی بې ثباته کس بولي. جالبه یې لا دا چې اوس هم ډاډه دی چې ګواکې افغانان به یې د پردیو پروژو د پلي کېدو په برخه کې ملاتړ وکړي، هماغه افغانان چې ده له امریکایانو او برتانویانو سره یو ځای پرې بې شماره ظلمونه وکړل، هماغه افغانان چې سادات او د ده امریکايي او برتانوي متحدانو به یې پر کورونو د توپونو مرمۍ اورولې، ماشومان به یې د کورنۍ په مخ کې ورته شهیدانول، د شپې به یې پرې چاپې وهلې، بې ګناه وګړي به یې زندانونو ته لېږل او ګڼ نور ظلمونه به یې پرې کول.

    سمیع سادات باید په دې وپوهېږي چې نور نه په بهر کې مخ او حیثیت لري او نه هم په افغانستان کې دننه. په افغانستان کې دننه خلک د هغه ټولې کارنامې او جنایتونه په یاد لري، د هیڅ چا له یاده نه دي وتلي او بیا هېڅکله د سادات او د هغه د ملګرو په دروغو وعدو او لاپو شاپو نه تېر وځي. همدا راز د ده هغه نورو امریکايي او برتانوي متحدانو په افغانستان کې داسې د عبرت درس اخیستی چې له وېرې یې اوس هلته هم خوبونه نه شي کولی. نویو ډونروانو پرې هم باور بایللی او نور ورته هېڅ ځای نه دی پاتې، اوس سادات د خلکو او افغانانو لپاره د ملنډو او تمسخر لپاره په مثال بدل شوی او د ده په خیالي ژمنو، دروغو او بې ثباته دریځ ملنډې وهي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهحماس غورځنګ د مصر له لوري په اسرائیلو د توغنديو نه کارولو وړانديز په کلکه ر‌د‌ کړی
    راتلونکي مقاله له جګړې وروسته د غزې تړانګې د برخلیک ټاکلو په اړه د عربي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه کړې

    مربوطه لیکنې

    اسلامي مقدسات؛ د امت د غیرت سرې کرښې

    7 مې 2025

    د ديني شعائرو او مقدساتو سپکاوی؛ د زور ازمايۍ د جګړو قربانيان

    7 مې 2025

    د سپېڅلتیا مورچلونه؛ د دیني مراکزو، مساجدو او مقدساتو حرمت

    7 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 9 مې 2025

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    مقاومت جبهه د تېر په څېر دا ځل هم د نابودۍ په لور روانه ده،…

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    په مقاومت جبهه کې خپل منځي اختلاف، هدفي وژنې او د تېر تاریخ انځور

    9 مې 2025

    پروان کې یو ماشوم د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل شوی

    8 مې 2025

    د سویس جنجالي طرحه؛ د سرپرست حکومت د مخالفینو په لیکو کې نوی درز!

    8 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،928 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،860 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،847 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.