Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د سږني کانکور پایلې اعلان شوې
    افغانستان

    د سږني کانکور پایلې اعلان شوې

    صابر افغانصابر افغان21 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ازموینو ملي ادارې نن د ۱۴۰۳ل کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان کړې، چې د هېواد په کچه اتل خان رحیمزوی تر ټولو ډېرې نمرې اخیستې دي.

    د یادې ادارې چارسمبالي رئیس عبدالباقي حقاني وویل، سږکال کانکور ازموینه کې ۴۱زره ۲۹۳ تنه لوړو زده کړو ته، ۲زره او ۱۴۴ تنه نیمه لوړو زده کړو ته او ۱۳۰۱ تنه هم دیني مدرسو ته بریالي شوي دي.

    ده وویل، دغه ازموینه کې ۱۷ زره او ۷۲۱ تنه بې پایلې پاتې، ۲۴ زره او ۳۹ تنه واجد شرایط او ۱۷ او ۷۶۰ تنه یې دویم ظرفیت ته ځانگړي کړي دي.

    نوموړي زیاته کړه، اتل رحیمزوی د سږکال کانکور عمومي اول نمره شوی، چې ۳۵۹ اعشاریه ۶۱ نمرو په تر لاسه کولو یې لومړی مقام گټلی دی. همدارنگه زین الله یوسفي په ۳۱۵ نمبو اخیستلو سره د دیني مدرسو په ازموینه کې لومړی مقام گټلی دی.

    د ښاغلي حقاني په خبره، سید حامد هاشمي د سید محمد اغا زوی د بلخ ولایت اوسېدونکی د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې عمومي دویم نمره شوی. نوموړي د ۳۵۷.۷۱ نمرو په تر لاسه کولو سره د کابل طب پوهنځي ته لاره موندلې.

    همدا ډول شفیع‌الله نظامي د احمد جاوېد زوی د فراه ولایت اوسېدونکی د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینې عمومي دریېم نمره شوی. نوموړي د ۳۵۷.۲۵ نمرو په تر لاسه کولو سره د هرات طب پوهنځي ته بریالی شوی دی.

    د کانکور د پایلو په اعلان کې د لوړو زده‌کړو چارسمبالي وزیر ندا محمد ندیم وویل، د کانکور په ازموینه کې بریالیو ځوانانو ته ډاډ ورکوم چې د لوړو زده کړو وزارت په علمي ډگر کې ستاسو د پرمختگ لپاره ډېر څه چمتو کړي دي.: «د خوښۍ ځای دی چې د پرمختگونو په دوام، د یوه داسې پرمختگ شاهدان یو چې د افغانستان د روښانه راتلونکي زېری له ځان سره لري.»

    د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي وویل، هغو ځوانانو چې پرو سږکال شپه او ورځ په ځان یوه کړې وه، درسونه یې ویلي او زیار یې گاللی، نن به خامخا ښې پایلې تر لاسه کړي.

    هغه ځوانان دې هم نه نهیلي کېږي چې ښې پایلې نه دي تر لاسه کړي، بلکې د راتلونکي کانکور لپاره دې ښه چمتووالي ونیسي ان شاء الله چې ښې پایلې به تر لاسه کړي.: «د افغانستان د ابادۍ او پرمختگ لپاره موږ په هره برخه کې مسلکي او مجربو ځوانانو ته اړتیا لرو. ازموینه د پټو استعدادونو او وړتیاوو د ښکاره کولو لپاره یوه مهمه وسیله ده. زه په دې پروسه کې د بریالیو کسانو، د هغوی کورنیو او ټول ملت ته د زړه له کومي مبارکي وایم او په راتلونکي کې ورته د زیاتو بریاوو هیله کوم.»

    د یادونې وړ ده، چې سږني کانکور ازموینه کې څه باندې ۱۰۰ زرو زده‌کوونکو گډون کړی وو، چې ۴۱زره ۲۹۳ تنه لوړو زده کړو ته، ۲زره او ۱۴۴ تنه نیمه لوړو زده کړو ته او ۱۳۰۱ تنه هم دیني مدرسو ته بریالي شوي دي.

    مخکینۍ مقالهسرحدونو او قبایلو وزارت: د واخان د جیوپولیټیکې او جیوستراتيژیکې سیمې پلټنه او څېړنه شوې
    راتلونکي مقاله مالیې وزارت د کورنیو تولیداتو د ملاتړ په موخه په یو شمېر توکو گمرکي تعرفه لوړه کړې ده

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري

    1 جولای 2025

    ملي دفاع وزارت: د ٢٠١ خالد بن ولید قول اردو منسوبینو د عملیاتو پرمهال ۶۰ میله سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه کړي

    1 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشرۍ اذربایجان ته په سفر ولاړ

    1 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 1 جولای 2025

    د مولوي عبدالحمید د څرګندونو په وړاندې د مخالفو ډلو بې ځایه غوغا

    په ایران کې د مېشت مشهور سني عالم مولوي عبدالحمید وروستیو څرګندونو له افغانستانه بهر…

    د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري

    1 جولای 2025

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ: تېره میاشت مو په ۳۰۷ بریدونو کې ۵۴۰ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژلي او ټپیان کړي دي

    1 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مولوي عبدالحمید د څرګندونو په وړاندې د مخالفو ډلو بې ځایه غوغا

    1 جولای 2025

    د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري

    1 جولای 2025

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ: تېره میاشت مو په ۳۰۷ بریدونو کې ۵۴۰ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژلي او ټپیان کړي دي

    1 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،973 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،909 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،902 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.