د شر او فساد خیالي حرکت ربعوار او کلني راپورونه نشروي، یادو راپورونو کې د هغه ناکامو بریدونو په اړه توحیدي معلومات را یو ځای شوې وي، چې د هېواد په داخل کې یې د ترسره کېدلو ادعا کړې وه.
د خیالي جبهو دغه تبلیغاتي راپورونه بیا بهرنۍ چاپي، غږیزې او انځوریزې رسنۍ لاس په لاس کوي، تر څو عامه اذهان مغشوش کړي، په خلکو کې وېره او اندېښنه خپره کړي او اوسنی حاکمیت تر رواني فشار لاندې راولي.
په یادو خالي او تبلیغاتي راپورنو کې، د لسګونه په تعداد بریدونو په پایله کې د سلګونه سرتیرو د مرګ ژوبلې ادعاوې شوې دي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې هیڅ یوه وسلواله ډله د دې جسارت نشي کولی چې د افغانستان په یوه څنډه کې ځای ونیسي یا لږ تر لږه دې د وسلوالې جګړې زور ولري.
څو لاملونه دي چې په افغانستان کې د وسلوالې جګړې او جګړه مارانو لخوا د مقاومت مجال نشته.
١: بېروني لاملونه: نړیوال د سرپرست حکومت په ضد یو حرکت هم په رسمیت نه پیژني او نه یې ملاتړ کوي. دغه راز نړیواله ټولنه له طالبانو سره په سیاسي، اقتصادي او فرهنګي تعامل کې روانه ده؛ د نړۍ سیاسي استازي او ډيپلوماتان هره ورځ په ارګ او وزارتونو کې له طالبانو سره پر سیاسي او اقتصادي مسایلو ملاقاتونه لري.
۲: داخلي لاملونه: د طالبانو صف واحد صف دی، چې د ماتېدو او انشعاب قابل نه دی؛ یعنې نظام له داخله څوک نشي نړولای. د تېرو تجربو له مخې ډیر کله په افغانستان کې د نظامونو سقوط د داخلي وجوهاتو له مخې وي. همدا راز د افغانستان خلک غریب او فقیر دي، د اقتصادي ضعف او فقر لوی لامل یې اوږدې جګړې او فسادونه وو؛ خلک له جګړو ستړي دي او نه غواړي د کومې وسلوالې ډلې ملاتړ وکړي.
له داخلي لاملونو یو هم د افغانستان د تجزیې وېره ده؛ افغانان نه غواړي چې دا خطه تجزیه شي، یوازې د جګړو په وجود کې افغانستان د دوه تقسیمه کېدو له وېرې سره مخ کېږي نو له همدې امله خلک له جګړو څخه مخ اړوي. افغانان یو واحد ملت دی، دوی په اسلامي او ملي ارزښتونو سره راټول دي، په خپلو کې دومره ډېر مشترکات لري چې تقسیمېدو ته یې که سل او زر پلمې ولټول شي، بیا هم افغانان نه بېلېږي.
د دې لاملونو له مخې شر او فساد ته د جګړې هیڅ زمینه نه برابرېږي. د دغه نیابتي ډلو لپاره که هر څومره تبلیغاتي کانالونه فعال شي او په نړیواله کچه تبلیغات ورته وشي، بیا هم افغانان په عملي ساحه کې مجرب خلک دي، دوی پوهېږي چې د جګړې لپاره له بیروني نظامي مرستو برسېره په هېواد کې د اراضي په لاس کې لرل مهم فکتور دی. که دا دوه فکتورونه نه وي، خیالي او تبلیغاتي راپورونه پر عامه اذهانو ځانګړی اغېز نه لري.
یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.