Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد رسنۍ؛ له مقدساتو سره د مبارزې سرلاري
    لیکني

    د شر او فساد رسنۍ؛ له مقدساتو سره د مبارزې سرلاري

    صابر افغانصابر افغان17 جنوري 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په دې وروستيو کې د پرځېدلي جمهوریت د ځینو کليدي غړو له غلا، چور او پرديو هېوادونو ته له جاسوسۍ څخه پرده پورته شوه، دغه موضوع د ډېری رسنیو سرټکی وګرځېده او پراخ بحثونه يې را وپارول؛ د شر او فساد ډلې مشران هم د جاسوسانو برخه وه.

    په بهر کې یو شمېر رسنۍ د نړیوالو استخباراتي سازمانونو له ملاتړه برخمنې دي، د شر او فساد له خوا په محتوایي برخه کې حمایت کېږي او د دوی د شومو اهدافو د تحقق لپاره شپه او ورځ کار کوي، دوی چې کله د شر او فساد د سپینولو په مسئله کې له ناکامۍ سره مخ شول، له څو ورځو تېرېدلو وروسته یې د رسنیو د تسخیر، د سرټکي او لوري بدلولو په پار د افغان مؤمن او مجاهد ولس د شل کلنې سپیڅلې مبارزې، شجاعت او مېړانې پر وړاندې پراخ ناسم تبلیغات پیل کړل، د نړیوال زبرځواک پر وړاندې یې د افغان ولس مبارزه د روس نیابتي جګړه ونومول، په دغه سپېڅلي بهیر کې یې ټولې قربانۍ او ولسي مجاهدې پردیو ته منسوب کړې او د بدنامۍ هڅه یې وکړه.

    په حقیقت کې دوی هغه څه هدف وګرځول، چې د افغان مؤمن او مجاهد ولس له مقدسو ارزښتونو سره یې تړاو درلود، بلکې دا قضیه یو بشپړ اُمت ته منسوبېږي؛ افغان ولس په دوه لسیزې جګړه کې له طالبانو سره تر څنګ ودرېد، د خپلو کورونو دروازې یې د هغوی پر مخ پرانیستې وې، په خورا ستړي مزل کې یې له دوی سره هر اړخیزه همکاري وکړه، د ځان او مال تر قربانۍ پورې چمتو و؛ دا هر څه تنها د مقدساتو پر بنسټ وو.

    د شر او فساد ټولې رسنۍ د یو بشپړ ولس په قربانیو د ملنډو او تمسخر په ډول، د نورو په اشاره هڅه کوي، چې دوه لسیزې سپېڅلې مبارزې او د امریکا په شمول د هغوی د متحدینو ماتې ته بل رنګ ورکړي؛ دا هڅه یې نه لومړۍ او نه هم وروستۍ ده، دغه ډله د پردیو په دستور همېش له مقدساتو سره په لومړۍ کرښه کې جنګېږي او په وړاندې یې مبارزه کوي.

    افغان مؤمن او مجاهد ولس له طالبانو سره په شل کلنه مبارزه کې مستقیم همکار و، ولس ښه درک کړې ده چې نیابتي جنګیالي څوک وو او څوک د چا لپاره وجنګېدل!؟ د شر او فساد لارویان د څو پیسو لپاره، د تېر په څېر د واقعیتونو تسخیر او د مقدساتو د بې ارزښته کولو لپاره هڅه او کار کوي، خو دغه هڅه یې ځکه ناکامه ده، چې د طالبانو مبارزه ولس شموله وه، له پوره ولسي ملاتړه برخمنه وه، همدې ولس کور، ځای، اوبه، ډوډۍ او ټول امکانات ورته برابرول.

    د ناټو او امریکا په وړاندې په شل کلنه جګړه کې طالبانو ګڼ شمېر اسلحې، ټانګونو، نظامي وسایل او وسایط هم نیول؛ همدا وسایل او وسایط د شل کلنې جګړې پر مهال د مبارزې ښکاره ابزار وو، نه د سیمې هېوادونو طالبانو ته د پیسو د ورکولو لپاره زړه ښه کاوه او نه هم طالبانو دغه پیسو ته اړتیا لرل، ځکه چې جګړه له اوله ولسي وه او همدا ولسي ملاتړ یې کافي و.

    د شر او فساد رسنۍ ټول وخت له مقدساتو سره مبارزه کوي، د افغان ولس د عقیدوي او فکري انحراف په موخه تېر اېستونکي تبلیغات کوي، دغه ډله د خپلو نا مشروع اهدافو لپاره هر کله په ټولیزو او ټولنیزو رسنیو کې د مقدساتو په شمول له ټولو حدودو تېری او په وړاندې یې مبارزه کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد پاکستاني طالبانو غورځنګ: حماس ثابته کړه چې، د خپلو حقونو او له دین د دفاع لپاره په جهاد او وسله‌ واله مبارزه کې ژوند نغښتی دی
    راتلونکي مقاله پاکستان: واخان د افغانستان د خاورې برخه ده او موږ یې خپلواکۍ ته احترام لرو

    مربوطه لیکنې

    سمیع سادات؛ له جګړې د پاکستان تر غېږې

    20 اگست 2026

    جمهوریت؛ په افغانستان کې د وارداتي نسخې په توګه

    19 اگست 2026

    اسلام‌ آباد ته د زړو مهرو سفر؛ آیا دا د یوه نوي پړاو پیل کېدای شي؟

    18 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 20 اگست 2026

    له ایران سره په جګړه کې ۷۵۷ امریکايي سرتېري ټپیان شوي

    تسنیم خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا د جګړې وزارت په تازه شمېرو کې…

    افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې

    20 اگست 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: له ایران سره خبرې د وخت ضایع کول دي

    20 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    له ایران سره په جګړه کې ۷۵۷ امریکايي سرتېري ټپیان شوي

    20 اگست 2026

    افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا هوکړه کړې

    20 اگست 2026

    د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ: له ایران سره خبرې د وخت ضایع کول دي

    20 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،177 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،125 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،245 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.