شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، هند ته د سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د خصوصي سکټور او «PHDCC» خونې د رهبرۍ له غړو او په هند کې د افغانستان د خصوصي سکتور له غړو سره کتلي.د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې په دې کتنه کې د هند له خصوصي سکټور څخه غوښتي، چې افغانستان کې د پانګونې سربېره د صادراتو او وارداتو برخه کې هم ونډه واخلي.ښاغلي عزیزي هندي پانګهوالو ته بلنه ورکړې، چې د درملو، ټوکر او وریجو سکټورونو کې پانګونه او سوداګري وکړي.ورته مهال د هندوستان د خصوصي سکټور استازو د افغانستان او هند ترمنځ د ګډې همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
د جمعيت علماء اسلام پاکستان ګوند مشر، مولانا فضل الرحمن: پاکستان، افغانستان سره د جګړې له امله له جدي ننګونو سره مخ دی14 مارچ 2026
پخوانی امریکایي ډیپلوماټ زلمی خلیلزاد: اسلاماباد باید سمه لار غوره کړي که نه نو افغانان به خپل ځواب ورکړي، چې دا به وضعیت لا کړکېچن کړي13 مارچ 2026