د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، “نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د یونیسیف سازمان مشر ډاکټر تاج الدین اویلا او مل پلاوي سره د روغتیايي سیستم پر وضعیت او د وړاندې کیدونکو خدماتو پر څرنګوالي لیدنه وکړه.”
خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، په دې لیدنه کې د یونیسیف سازمان د وړاندې کیدونکو خدماتو اړوند مفصل معلومات وړاندې کړل او ډاډ یې څرګند کړی چې د روغتیايي خدماتو د لا ښه والي لپاره به د عامې روغتیا وزارت سره په همغږۍ لا زیاتې هڅې ترسره کړي.
خبرپاڼه زياتوي، ښاغلي نور جلال جلالي د ولسونو لپاره د معیاري روغتیايي خدماتو پر وړاندې کولو ټینګار کړی او د روغتیايي مراکزو د ښه تمویل او تجهیز اړوند يې لازمې سپارښتنې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده چې هېوادوال په دولتي روغتونونو کې د امکاناتو او دوا له نشتون څخه شکايت لري.