د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېریش د لبنان له سویل څخه د سوله ساتو ځواکونو د وتلو په تړاو د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د غوښتنې ځواب کې ویلي: چې د ملګرو ملتونو سولهساتي ځواکونه به د لبنان جنوب کې پاتې کیږي او پر دغو ځواکونو هر ډول برید جنګي جنایت بلل کیږي.
د ملګرو ملتونو ویاند استفان دوجاریک وایي، انتونیو ګوتېرېش د دې ځواکونو د امنیت ټینګښت پر اړتیا ټینګار کړی او له ټولو لوريو یې غوښتي، چې سوله ساتو ځواکونو ته د زیان رسونکې هر ډول کړنې ډډه وکړي.