ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۱۱/۳۰ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_ملي دفاع وزارت: د ٢٠٥ البدر قول اردو په ابودجانه لواء کې ۶۰۰ میله وسلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شوې.
۲_ستره محکمه: میاشت ونه لیدل شوه، اختر به د راتلونکې نه؛ بلې اونۍ د شنبې په ورځ وي.
۳_دوحه کې د افغانستان سفارت سرپرست د قطر د سوداګرۍ خونې له عمومي مشر سره کتلي.
۴_مولوي نورجلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان له استازو سره د کتلوي معافیت د جوړې شوې پالیسۍ پر تطبیق خبرې کړي.
۵_د سرپرست حکومت استازي د مسکو په ۱۳م نړيوال امنيتي فورم کې ګډون کړی.
۶_صنعت کارانو ته د ځمکو د ملکيت سند د وېش لړۍ پيل شوه.
۷_بادغیس کې څه باندې ۱۶۱ زره جریبه ځمکه دولتي تثبیت شوې.
۸_زابل کې راستنېدونکو کډوالو لپاره د یوه ښارګوټي د جوړولو چارې پیل شوې.
- [ ] سیمه:
۱_د پاکستاني طالبانو غورځنګ نښان ویشتونکو جنوبي وزیرستان کې پاکستاني پوځیان هدف ګرځولي.
۲_بلوڅ بېلتون پالو په دوه جلا بریدونو کې اووه پاکستاني پوځیان وژلي او ټپیان کړي.
- [ ] نړۍ:
۱_د بنګلهدېش یوې محکمې د جماعت اسلامي ګوند مشر ته ورکړل شوې د مرګ سزا لغوه کړې.
۲_د روسیې د امنیت شورا مرستيال او پخوانی ولسمشر ديميتري مدودف د ټرمپ خبرو ته په غبرګون کې: يواځينۍ بده پېښه درېيمه نړيواله جګړه ده، نور هېڅ نشته هيله ده ټرمپ په دې پوه شي.
۳_موريتانيا هېواد: د حاجيانو الوتکه مو نه ده لویدلې او په دې اړه اوازې دروغ دي.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.