Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۶۰ تنو ته مرگ‌ژوبله اوښتې
    افغانستان

    د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله ۶۰ تنو ته مرگ‌ژوبله اوښتې

    حبیب الرحمن سروشحبیب الرحمن سروش15 اپریل 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp


    پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي، د وروستیو ورښتونو او سېلابونو له امله په ټول هېواد کې ۳۳ تنه مړه شوي او ۲۷ تنه ټپیان شوي دي.


    د یاد وزارت د عامه اړیکو رئیس عبدالله جان سایق په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، له پېښو سره د مبارزې ولایتي ریاستونو د لومړنیو راپورونو پر بنسټ د سېلابونو رامنځته کېدو له امله ۳۳ کسان شهیدان او ۲۷ کسان ټپیان شوي دي، همدارنگه تقریبآ ۶۰۶ کورونه په کلي او قسمي ډول ویجاړ شوي دي او له ۱۹۵۰ جریب څخه زیاته کرنیزه ځمکه له منځه تللې ده.:« د سېلابونو له امله په ټول هېواد کې تقریبآ ۸۵ کیلومتره سړکونه او فرعي لارې هم ویجاړې شوې دي د دې ترڅنگ د دغو سېلابونو له امله شاوخوا ۲۰۰ څاروي تلف شوي او له ۱۰۰۰ څخه زیاتې کورنۍ هم زیانمنې شوي دي.»


    نوموړي زیاته کړه، د سېلابونو رامنځته کېدو په لومړنیو ساعتونو کې پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت کارکوونکو سیمو ته ځان رسولی او د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت، د ټولگټو وزارت، د عامې روغتیا وزارت او سیمه‌ییزو مسوولینو سره په همکاري، زیانمنو ته د رسېدنې، د ژغورنې او پلټنې عملیات، لومړنیو خدمتونو او زیانمنو ته د بېړنیو مرستو د وېش چارې یې په ښه توگه مدیریت کړي دي.:«د وري میاشتې له پیل نه تر اوسه له ۲۲۸۵۱ څخه زیاتو زیانمنو او بېوزله کورنیو ته د ملي او نړۍ والو موسسو سره په همکاري بېړنۍ مرستې وېشل شوي دي او د مرستو لړۍ روانه ده.»


    ده وویل، وقایوي پروگرامونه یې لومړیتوب دی او ټولې دولتي ادارې هڅه کوي چې پر وخت پېښو ته ځانونه ورسوي.
    وروستیو سېلابونو او ورښتونو په کندهار، فراه، زابل، هرات او زابل ولایتونو کې ډېر زیان اړولی او بادغیس، روزگان، تخار، پروان، ننگرهار، هلمند، کابل، خوست، دایکندي، کونړ، کاپیسا، پنچشېر، پکتیا، پکتیکا، لوگر او لغمان ولایتونو کې هم یې زیانونه اړولي دي.


    د هوا پېژندنې ادارې نن هم د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې د سختو ورښتونو، چټک بادونو او ناڅاپي سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.


    یادې ادارې ویلي، د ورښت کچه به له ۱۵ تر ۵۰ ملي مترو پورې وي.

    مخکینۍ مقالهبرتانوي علماء: افغان حکومت ښکلی او مثبت لرلید لري
    راتلونکي مقاله پاکستان: د تندر لوېدو په پېښه کې ۲۶ کسانو ژوند بایللی

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان او ایران ترمنځ د اقتصادي همکاریو پر پراختیا خبرې شوي

    5 اکتوبر 2026

    د افغانستان او روسیې بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هیوادوانو ترمنځ د اړیکو پر پراختیا خبرې کړي

    5 اکتوبر 2026

    په څلورو ولایتونو کې د اسلامي شریعت د نفاذ او همغږۍ غونډې شوي

    5 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 5 اکتوبر 2026

    د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د افغانستان د مشرانو د نیولو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې موقف غندو او په رسمیت یې نه پېژنو

    د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د افغانستان د مشرانو د نیولو په اړه…

    د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ١٣ مه.#هندوکش‌غږ

    5 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبرورځ او نېټه: دوشنبه، ١۴۰٥/٧/١٣ھ‌ش.#هندوکش‌غږ

    5 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د افغان حکومت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد: د افغانستان د مشرانو د نیولو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې موقف غندو او په رسمیت یې نه پېژنو

    5 اکتوبر 2026

    د نن دوشنبې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د مېزان/ تلي ١٣ مه.#هندوکش‌غږ

    5 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبرورځ او نېټه: دوشنبه، ١۴۰٥/٧/١٣ھ‌ش.#هندوکش‌غږ

    5 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،141 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،264 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.