Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د وطن تجزیه کوونکي او د قېمتي ډبرو قاچاقبران څوک دي؟
    لیکني

    د وطن تجزیه کوونکي او د قېمتي ډبرو قاچاقبران څوک دي؟

    صابر افغانصابر افغان25 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    تاریخ په هیڅ قېمت د غدارانو او خاینانو په خیانتونو او ناځوانیو سترګې نه پټوي.

    د شاه شجاع څهره که په تاریخ کې توره او بدرنګه یادېږي، هغه د واک په نشه کې د وطن شیرینې غېږې ته انګریزان را وبلل، نو تر ننه ځکه دومره بد یادېږي چې که چا ته د شاه شجاع په نوم ور غږ کړې، جنګ درسره کوي.

    په دې خاطر نه؛ چې د شاه شجاع د نوم معنی بده ده، بلکې په دې خاطر درسره جنګ کوي، چې ولې د یو خائین نوم ورته اخلې، ځکه په دې نوم سړی افغان ولس استفراق کړی دی.خو نن هم یوه ډله چې د وطن په سرنوشت یې له هیڅ ډول لوبو لاس نه دی اخیستی، ځان د شاه شجاع پرکټیان نه؛ بلکې ملي اتلان ګڼي.

    که شاه شجاع تاریخ په دې رټي چې یواځې انګریزان یې وطن ته راوستل، دوی د له انګریز سره-سره ۴۷ نور هېوادونه هم راوستل او دوی یې هم په صف کې ښه سم سیده ور ودرېدل.

    خو نه یې هم په سترګو کې د شرم کوم څرک ښکاري او نه د وطن له بربادیو لاسونه اخلي.

    د شر او فساد د لارویانو مخکښ احمدشاه مسعود چې د افغانستان د تاریخ تر ټولو بده او معامله ګره څهره بلل کېږي، ځکه د شر او فساد ډلې ټولو لارویانو نوموړی د رهبر په توګه نیولی دی چې د هماغه د تکتیکونو او د نړیوالو استخباراتي ادارو سره د جوړ جاړي لارې چارې هماغسې تعقیبوي.

    احمد شاه مسعود د شوري یرغل پر وړاندې د افغانانو په بې سارې قربانیو معامله وکړه او پټ یې ورسره تړونونه امضاء کړل، چې په یادو تړونونو کې ښکاره د قومیت پرستۍ، د افغانستان د تجزیې او د نورو بالخصوص د پښتون قوم چې د افغانستان اصل وارثان او د دې جغرافيې اکثریت بلل کېږي باید له منځه یوړل شي.

    *احمد شاه مسعود له رباني سره په ګډه د جمیعت ګوند مشري کوله؛ دغه ګوند په ۱۹۹۰ یمو کلونو په لومړيو کې اعلان وکړ چې غواړي د افغانستان په شمال کې یو داسې دولت جوړ کړي، چې پښتني نه وي؛ معنی په دې دولت کې به هیڅ(پښتون) نه وي.

    په ۱۹۸۹ز کال کې د افغانستان څخه د شوروي پوځونو له شړلو وروسته په شمال ختیځه سیمه لکه تخار، بغلان، پروان او بدخشان تر خپل لاس لاندې سیمه وګڼله چې مرکز یې ورته تالقان وټاکه او یاده سیمه یې “مسعودستان” په نامه ونوموله.

    *دوی په دې سره د افغانستان واحده جغرافیه تجزیه کړه، چې بیرته یې د نجیب د حکومت د نسکورېدو سره سم په کابل کې خونړیو جګړو په پیلولو لاس پورې کړ، چې په یاده جګړه کې تر ۷۰ زرو ډېر بې ګناه افغانان تر خاورو لاندې او کابل یې په کنډواله بدل کړ.خو پر ځای د دې چې په دغه جګړه کې ځان پړ وګڼي، برعکس پړه پر پښتنو ور اچوي.

    نن هم د احمدشاه مسعود تګلاره(چې د وطن بربادي وه) د هغه زوی احمد مسعود او د شر او فساد نور ملګري هماغسې تعقیبوي، چې په هر مجلس کې له ټولو غربي او افغان دښمنه هېوادونو ته په تکرار سوال او زارۍ کوي، چې وسلې او پیسې راکړئ چې مونږ د افغانستان ارام وګړي او سکون پرې لمنځه یوسو.

    همدارنګه وایي: د افغانستان ملي شتمنۍ، کانونه او ټول ارزښتونه ستاسې تر دروازو فقط د یو څو ډالرو او تش په نوم واک په بدل کې در وړو.

    تاریخ د افغانستان د خائینو او بدنامو څهرو په سر کې د احمد شاه مسعود نوم ځکه ساتي، چې له ده را پاتې د شر او فساد ډله هم د همده په څېر په وطن او د وطن په ارزښتونو معامله ګره ده، چې په تاریخ کې دا د شر او فساد لومړنۍ ډله ده، چې له مشر واخله تر کشره ټول د وطن د بربادۍ او د عامه شتمینو د لوټولو پلانونه لري.

    دا انځور د احمد شاه مسعود د زمردو د قیمتي کاڼو د خرڅلاو دی، چې خپل بادار ته یې د نمونې په توګه ورښیي، چې پرې ویې پلوري.د دوی جګړه فقط او فقط د شخصي مفادو لپاره ده، چې د ترلاسه کولو لپاره یې د بې ګناه افغانانو وینې تویوي.

    مخکینۍ مقالهد حزب الله يو توغندی په لومړي ځل د اسرائيلو مرکز ته رسېدلی
    راتلونکي مقاله خوست کې د يوې خطرناکې جعلکارۍ په تور درې تنه نيول شوي

    مربوطه لیکنې

    د پاکستاني پوځ تبلیغاتي دریځ او د افغانستان په اړه د واقعیت تحریف

    7 جنوري 2026

    د پاکستاني پوځ تبلیغاتي دریځ او د افغانستان په اړه د واقعیت تحریف

    7 جنوري 2026

    د توهم سیاست؛ پر امریکا د سمیع سادات تکیه ولې له منځه لاړه؟

    6 جنوري 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 7 جنوري 2026

    تخار کې وضعيت عادي او سيمه د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده

    د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت: روان کال د ۴۶ لویو ټرانسپورټي پروژو چارې پیل شوي

    7 جنوري 2026

    ۲۰۵ البدر قول اردو: شپږ میله سکربیس او درې میله بي‌اېم-۱ دستګاوې فعاله شوې

    7 جنوري 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    تخار کې وضعيت عادي او سيمه د امنيتي ځواکونو تر کنټرول لاندې ده

    7 جنوري 2026

    د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت: روان کال د ۴۶ لویو ټرانسپورټي پروژو چارې پیل شوي

    7 جنوري 2026

    ۲۰۵ البدر قول اردو: شپږ میله سکربیس او درې میله بي‌اېم-۱ دستګاوې فعاله شوې

    7 جنوري 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،102 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،049 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،111 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.