د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ۶۶ افغانان چې پاکستان کې د قانوني اسناد نه لرلو له امله بندیان شوي وو، خوشي او هېواد ته راستانه شول.
دغه وزارت ویلي، چې یاد کسان په پاکستان کې له زندانونو تر راخوشي کېدو وروسته پرون د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته ستانه شول.
کډوالو چارو وزارت ویلي، چې چې دغه ۶۶ تنه افغانان چې د پاکستان د بلوچستان ایالت د کوټې ښار په زندان کې بندیان وو، راخوشې شول.
راخوشې شوي کسان د مرستو ترلاسه کولو په موخه د کډوالو نړۍوال سازمان ته ورپېژندل شوي دي.
د راپورونو له مخې، پاکستاني پولیس په دغه هېواد کې د اوسېدو د قانوني اسنادو نه لرونکي افغانان نیسي او زندانونو کې یې اچوي.