Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د ښه امنيت په موخه د هېواد په دولسو ګمرکونو کې د سکنرو د نصب تړون لاسليک شو
    افغانستان

    د ښه امنيت په موخه د هېواد په دولسو ګمرکونو کې د سکنرو د نصب تړون لاسليک شو

    عمران آغاعمران آغا27 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ماليې وزارت او مصور تجارتي شرکت تر منځ د هېواد په دولسو ګمرکونو کې د مالياتي تېښتو، نشه يي توکو، وسلو او نورو منع شويو توکو د مخنيوي په موخه ۱۱۳ ميليونه او ۳۰ زره امريکايي ډالرو په ارزښت د سکنرو د نصب تړون لاسليک شو.

    ‏د چارو ادارې د پانګونې او اسانتیا رئیس، انجنیر مولوي احمد ضیاء خالد په ګمرکي بندرونو کې د سکنرونو لګولو پروژې د تړون د لاسلیک په مراسمو کې وايي: د امنیت د لا ټینګښت په موخه، د هېواد په دولسو ګمرکي بندرونو (تورخم، حيرتان، سپين بولدک، اسلام قلعه، تورغونډۍ، نيمروز، خوست، پکتيا، اقینه، ابونصر فراه او شیرخان بندر) کې د سکنرونو نصبولوپروژه پلې کېږي.

    د ښاغلي خالد په وينا په دې پروژه ۱۱۳ ميليونه او ۳۰ زره امریکایي ډالر پانګونه کېږي چې ودانیزې چارې به یې په ۲ کلونو کې بشپړې شي او ۲۰۰۰ کسانو ته به پکې مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي.

    ‏ يادو مراسمو ته د مالیې وزارت د پالېسۍ مرستیال انجنیر سلطان محمد زبیر وايي: په ګمرکي بندرونو کې د معیاري سکنرونو لګولو پروژه یوه مهمه پروژه ده، چې په پلي کېدو سره به یې هېواد ته په قاچاقي ډول د منعه شویو توکو د وارداتو او صادراتو مخنیوی وشي.

    ‏ښاغلی زبير همدا رنګه زياتوي چې په تېر کې د معیاري سکنرونو د نشتون له امله ګمرکي خدمتونه په معیاري ډول نه دي تر سره شوي چې له امله یې مالیاتي تېښتې، د نشه یي توکو، وسلو او نورو منع شویو توکو قاچاق ته زمینه برابره شوې وه، چې د دې پروژې په پلي کېدو سره به یادې ستونزې هوارې شي.

    د يادولو وړ ده چې په تېر کې د ګمرکونو ډېر شمېر عوايد شخصي جيبونو ته تلل چې د اسلامي امارت له حاکميت راوروسته په شفاف ډول حکومتي بودجې ته جمع کېږي او هېره دې نه وي چې په دې ورستيو کې د عايداتو او او مالي سيستمونو د ډيجيټل کېدو په موخه ګڼ شمېر پروژې په لاره اچول شوي ترڅو په مالياتي حسابونو کې لا شفافيت رامنځته او د لاسوهنې مخنيوی وشي.

    مخکینۍ مقالهننگرهار کې ۳ تنه د قتل په تور نیول شوي
    راتلونکي مقاله کندهار کې ۷۰۰ عدده ټابلېټ‌کا گولۍ نیول شوې

    مربوطه لیکنې

    تورخم کې له پاکستانه راوړل کېدونکې وسلې او نشه يي توکي نیول شوي

    11 سپتمبر 2026

    افغان او ترکمن چارواکو پر سرحدي اړيکو او همکاريو خبرې کړي

    11 سپتمبر 2026

    د مهاجرینو وزیر او د ملګرو ملتونو استازي د افغان کډوالو د ستونزو پر حل خبرې کړي

    11 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځنۍ نېټه 12 سپتمبر 2026

    د نن شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    تورخم کې له پاکستانه راوړل کېدونکې وسلې او نشه يي توکي نیول شوي

    11 سپتمبر 2026

    د نن جمعې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٠ مه.#هندوکش‌غږ

    11 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن شنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    12 سپتمبر 2026

    تورخم کې له پاکستانه راوړل کېدونکې وسلې او نشه يي توکي نیول شوي

    11 سپتمبر 2026

    د نن جمعې ورځې د مهمو خبرونو سرټکي؛ د سنبلې/ وږي ٢٠ مه.#هندوکش‌غږ

    11 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،138 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،254 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.