د کندهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د دغه ریاست پخوانۍ ودانۍ چې د همدې ریاست په چوکاټ کې موقیعت لري، تر بشپړې رغونې وروسته به د کندهار موزیم هلته ولېږدول شي.
د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس انعام الله سمنگاني وايي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت په همکارۍ د افغانستان د فرهنگي ميراثونو د ساتنې او څېړنې موسسې (CHACRI) په مرسته، د اطلاعاتو او کلتور رياست تر څار لاندې د کندهار موزيم د اوسنۍ ودانۍ څخه د رياست پخوانۍ ودانۍ ته لېږدول کېږي، ياده ودانۍ چې ځينې برخې يې ترميم ته اړتیا لري، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ملي موزيم رياست او د افغانستان د فرهنگي ميراثونو د ساتنې او څېړنې موسسې (CHACRI) په همکارۍ يې ترميماتي کارونه پیل شوي دي، چې د موزيم ودانيو ته په کتلو به په معياري ډول جوړ او اوسنی موزيم به ور ولېږدول شي.: «په دې سره به د کندهار موزيم ځانته معياري ودانۍ ولري، له نورو اداري شعبو به جلا وي او ممکن د تگ را تگ لاره يې هم جلا شي، تر څو د ټولو سیلانيانو او هېوادوالو لپاره د تاريخي اثارو د نندارې په برخه کي اسانتيا موجوده وي.»
دی وايي، د کندهار موزيم د هېواد په کچه د تاريخي اثارو له اړخه غني او د زرگونو کلونو قدامت لرونکو تاريخي ثارو لرونکی دی.
په کندهار موزيم کې تر دې مهاله د ۸۴۵ په شاوخوا کې ثبت تاريخي آثار موجود دي، په ياد موزيم کې د ځينو تاريخي اثارو قدامت د ۴۰۰۰ـ۸۰۰۰ قبل میلاد پورې رسېږي.