د افغانستان ستره محکمه وايي، د روزگان د مرافعه محکمې له لوري په دغه ولایت کې ۱۸ تنو تورونو ته چې پر غلا، لواطت او نامشروع اړیکو تورن وو، تعزیري سزا ورکړل شوې ده.
له سترې محکمې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د تورنو له ډلې څخه درې تنه په لسو میاشتو تنفيذي او ۳۰ دُرو تعزیري سزا، پينځه تنه په اتو میاشتو تنفيذي بند او ۱۹ دُرو تعزیري سزا، دوه تنه پر اتو میاشتو تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا، درې تنه پر يوه کال تنفيذي بند او ۲۹ دُرو تعزیري سزا، یو تن پر دوه کاله تنفيذي بند او ۲۵ دُرو تعزیري سزا، يو تن پر يو کال تنفيذي بند او ۳۰ دُرو تعزیري سزا، يو تن پر دوه کاله تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا، یو تن پر دوه کاله تنفيذي بند او ۲۵ دُرو تعزیري سزا او وروستی تورن پر يوه کال تنفيذي بند او ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم شوي وو.
د خبرپاڼې له مخې، یاده پرېکړه د سوېل لوېدیځ زون د تمیز عالي مقام له تایید وروسته پر تورونو پلې شوه.
د افغانستان سترې محکمې له لوري د هېواد په گڼو ولایتونو کې پر هغو تورنو تعزیري سزا پلې کېږي، چې په بېلابېلو جرمونو تورن وي.