Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»سوداگرۍ وزارت: د روان کال په نیمايي کې افغانستان د ۵.۲مېلیاره ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې
    افغانستان

    سوداگرۍ وزارت: د روان کال په نیمايي کې افغانستان د ۵.۲مېلیاره ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې

    عمران آغاعمران آغا27 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د صنعت او سوداگرۍ وزارت وايي، د روان ۲۰۲۴ز کال په نیمايي کې افغانستان د نړۍ له بېلابېلو هېوادونو سره د ۵مېلیارده او ۲۳۷ مېلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې ده.

    د یاد وزارت ویاند عبدالسلام جواد ویلي، د منځنۍ اسیا سره د افغانستان سوداگریزه راکړه ورکړه د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې ۶۲۹مېلیونه ډالر صادرات او واردات شوي، چې ۵۸ مېلیونه صادرات او ۵۷۱مېلیونه ډالرو په ارزښت واردات شوي دي.

    د جواد په خبره، د منځنۍ اسیا هېوادونو سربېره د افغانستان سوداگریزه راکړه ورکړه له نورو هېوادونو سره هم روانه ده، چې گڼ توکي له پاکستان، ایران، متحده عربي اماراتو، ترکیې او ازبېکستان څخه صادر او واردېږي.

    د هېواد په صادراتو کې ډېره برخه کې وچې او تازه مېوې، کاني ډبرې، قیمتي او نیمه قیمتي ډبرې، زعفران او طبي بوټي دي؛ خو افغانستان د ژوند د اړتیا وړ ټول توکي له نورې نړۍ اخلي.

    د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، که د هېواد په صادراتو او وارداتو کې همدا ناانډولي روانه وي، نو د افغانستان د اقتصاد د ژر رغېدو هیلې کمې دي. پکار ده چې افغانستان په نورو برخو کې هم صادرات ولري او یوازې په تازه او وچې مېوې او طبي بوټو بسنه ونه شي.

    د افغانستان ډېره سوداگریزه راکړه ورکړه له پاکستان سره ده؛ خو پاکستان هرکله د افغانستان د کرنیزو محصولاتو او مېوو پر مهال د افغانستان سوداگرو پر وړاندې خنډونه جوړوي، چې له امله یې هر کال افغان سوداگر مېلیونونه ډالر زیان ویني.

    پاکستان تېره اوونۍ په گڼو افغاني کرنیزو محصولاتو گمرکي مالیې لوړې کړي، چې له امله یې په تورخم او سپین‌بولدک کې زرگونه موټر بند پاتې دي او سوداگرو ته د گټې پر ځای تاوان کوي.

    مخکینۍ مقالهد قوش تېپې کانال د سربند رغنیزې چارې ۵۵ سلنه پرمخ تللي
    راتلونکي مقاله الکېس څېړنیز شرکت: په افغانستان کې د کوکنارو کښت په بې‌ساري ډول کم شوی

    مربوطه لیکنې

    تېره ورځ له ګاونډیو هېوادونو څه باندې ۵زره افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

    24 اپریل 2026

    د کابل او توکیو ترمنځ نوې ټېکنالوجۍ برخه کې د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار شوی

    24 اپریل 2026

    افغان او ایټالوي ډیپلوماټانو پر دوه اړخیزو اقتصادي او سیاسي اړیکو خبرې کړي

    23 اپریل 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 24 اپریل 2026

    د سوډان پوځ: د چټک ملاتړ غبرګون ملېشو مرکزونه او د وسلو زېرمې یې له منځه وړي

    د سوډان پوځ د غوڅ ملاتړ ملېشو پر ضد د پرېکنده پوځي عملیاتو خبر ورکړی…

    د امریکا جګړې وزیر، پېټ هېګسېټ: د امریکا له خوا پیل شوې سمندري کلابندي به نړۍواله بڼه واخلي

    24 اپریل 2026

    د حزب الله او صهیونیست رژیم ترمنځ له اوربند سربېره نښتې روانې دي

    24 اپریل 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د سوډان پوځ: د چټک ملاتړ غبرګون ملېشو مرکزونه او د وسلو زېرمې یې له منځه وړي

    24 اپریل 2026

    د امریکا جګړې وزیر، پېټ هېګسېټ: د امریکا له خوا پیل شوې سمندري کلابندي به نړۍواله بڼه واخلي

    24 اپریل 2026

    د حزب الله او صهیونیست رژیم ترمنځ له اوربند سربېره نښتې روانې دي

    24 اپریل 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،157 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،094 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،191 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.