شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رئیس حافظ ضیا احمد تکل په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي نن (چهارشنبه، د چنګاښ ۴مه) شیخ صنیعالله فرهمند د ترکیې په پلازمېنه انقره کې د سرپرست حکومت د سفیر او د ځانګړي استازي په توګه خپلو همکارانو ته معرفي کړ.د ښاغلي تکل په وینا، د سفير د معرفي کېدلو په ناسته کې د رسمي پلاوي ترڅنګ انقره کې د افغان ټولنې ځينو مشرانو او علماوو هم ګډون کړی و.ښاغلي متقي د معرفي کېدلو په دې ناسته کې د افغانستان او ترکيې ترمنځ د سفير کچې ته د اړيکو لوړېدل د دواړو هیوادونو ترمنځ د ښې همکارۍ او مثبتو اړيکو نښه بللې ده.
پخوانی امریکایي ډیپلوماټ زلمی خلیلزاد: اسلاماباد باید سمه لار غوره کړي که نه نو افغانان به خپل ځواب ورکړي، چې دا به وضعیت لا کړکېچن کړي13 مارچ 2026