Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»غله په غرونو کې هم ځای نه لري!
    افغانستان

    غله په غرونو کې هم ځای نه لري!

    عمران آغاعمران آغا27 جولای 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: ببرک هیوادمل

    د ترکیې حکومت د خون اشامه او خونخوار او د جنبش ګوند پورې مربوط قومندان ګل محمد پهلوان له ترکیې ډیپورټ کړی، زما په اند د طالب دپلوماسۍ ډېره پخه ده، دوی کورنی سیاست داسې مدیریت کوي چې په دا دریو کلونو کې یې په وړاندې هیڅ وسلوالې ډلې د سر پورته کولو جرائت نه دی کړی او په دا وروستیو کې یې له هېواده بهر خپل سیاسي او نظامي مخالفین هم مهار کړي چې ښه بېلګه یې د دوستم د ملېشو د اخراج لړۍ ده.

    دا یواځې ترکیه نه ده چې د اسلامي امارت سیاسي او نظامي مخالفین راټولېدو او سیاسي مجلسونو ته نه پرېږدي او کرار کرار یې له خپلو هېوادونو پسې اخلي؛ تازه تاجکستان هم د شر او فساد جوړوونکو ته خبرداری ورکړی چې له تاجکستان څخه ځانونه راټول کړي.

    د نستوه نادري په نوم یو لیکوال په خپل فیسبوکپاڼې د طنز په ډول لیکلي: (تاجکستان تر کمپلې لاندې مقاومتیانو ته ویلي چې خپل بار او بسترې در وتړﺉ لخېره).

    په ایران کې هم د دوی په وړاندې حکومت خپل اقدامات سخت کړي، موده وړاندې د مقاومت د جبهې اړوند یو شاعر چې نجیب بارور نومېږي، د ایران د مذهبي مشر په دربار کې چاپلوسانه شعرونه وویل او په خپل شعر کې یې د ایران مذهبي مشر و ننګاوه چې پنجشیر او باګرام د لرغوني ایران د قلمرو برخه ده، خراسان د ایران برخه ده، بخارا او کابل د اصفهان مربوطه ځمکه ده.

    خو د ده د چاپلوسانه شعرونو ویلو پر مهال د مذهبي مشر تندی تروی شو او سکوت یې په قهر او غضب مات شو، نوموړي شاعر ته یې وویل: شعرونه خیالونه دي، نه ځمکني واقعیتونه؛ تاسې ځمکني واقیعتونه وګورﺉ د نړۍ هېوادونه په ټاکل شویو پولو ویشل شوي او د هر هېواد په قلمرو کې بیلابیل ملتونه ژوند کوي.

    د ایران مذهبي مشر یاد شعر دومره بې آبه کړ چې بیا به نوموړی داسې د وطن مفتې قبالې چاته په شعرونو کې نه ورکوي.

    د وطن د بدخواهانو ځای د دنیا په هیڅ ځای کې نشته، دوی چې هره دروازه ټکولې هغه دروازه یې پر مخ تړل شوې او نا مراده ترې ستانه شوي.

    رښتیا خبره دا ده چې دا ډله خلک غله دي او دا متل یو واقیعت باندې بدل شو چې وایي د غله په غره کې هم ځای نشته.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقاله‏عامې روغتيا وزير د افغانستان لپاره د روغتيا نړيوال سازمان له مشر سره ليدلي
    راتلونکي مقاله د هرې جګړې تر شاه ناټو او سي ايس ټي او سازمانونه دي.

    مربوطه لیکنې

    دفاع وزارت: ۱۸۴ ځوان منسوبین د درې‌ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو فارغ شول

    8 اکتوبر 2026

    د کورنیو چارو وزیر د اروپایي ټولنې له شارژدافیر سره د اړیکو د دوام او همکاریو پر پراختیا خبرې کړي

    8 اکتوبر 2026

    د افغانستان او هند ترمنځ د نیمګړو پراختیايي پروژو د بشپړولو په اړه خبرې شوي

    8 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    خبر 8 اکتوبر 2026

    د حماس پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبیده: د اکتوبر ۷مه یوه نه‌ هېرېدونکې پوځي معجزه وه، چې د اسراييلي دښمن ټولې تیورۍ یې د تل لپاره ماتې کړې

    د حماس غورځنګ، د پوځي څانګې القسام وياند ابو عبيده د طوفان الاقصى عملیاتو درېیمې…

    دفاع وزارت: ۱۸۴ ځوان منسوبین د درې‌ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو فارغ شول

    8 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    8 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د حماس پوځي څانګې القسام ویاند ابو عبیده: د اکتوبر ۷مه یوه نه‌ هېرېدونکې پوځي معجزه وه، چې د اسراييلي دښمن ټولې تیورۍ یې د تل لپاره ماتې کړې

    8 اکتوبر 2026

    دفاع وزارت: ۱۸۴ ځوان منسوبین د درې‌ میاشتنیو نظري او عملي زده‌کړو فارغ شول

    8 اکتوبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    8 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،199 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،141 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،265 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.