د نړیوالو رسنیو د راپورونو پر بنسټ فیلیپین کې د ټرامي په نوم د استوايي توفان پر مهال، د سختو سېلابونو او ځمکې ښویېدو له امله د مړو او تري تم شویو شمېر نږدې ۱۳۰ کسانو ته رسېدلی.
د فیلیپین د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې ادارې ویلي، توفان د جمعې په ورځ د دغه هېواد په شمال لوېدیځ کې پیل شو چې لږ تر لږه ۸۵ کسان یې تر اوسه پورې مړه کړي او ۴۱ نور تري تم دي.
په لسګونو پولیسو، اور وژونکو او د بېړنیو خدماتو نورو کارکوونکو پرون د باتانګاس ولایت په تالیسي ښارګوټي کې د دوو ویجاړ شویو کلیو له جملې په یوه کې د ژغورنې عملیاتو ته دوام ورکړی.