د اسلامي امارت د وسله والو ځواکونو لوی درستیز قاري فصیح الدین فطرت، په ازبکستان کې د افغانستان د نړېدلي جمهوري نظام د ملي اردو چورلکو ته په اشارې وایي؛ امریکا په ډېره سپين سترګۍ او د ټولو اصولو خلاف د هغو چورلکو د برخلیک په اړه غږېږي، چې افغان پیلوټانو ازبکستان هیواد ته وتښتولې.
د راپورونو له مخې د جمهوري نظام د ړنګېدو پر مهال د افغان هوايي ځواک ۲۲ پوځي چورلکې او الوتکې چې د نظامي پرسونل ۵۸۵ تنه په کې سپاره وو، ازبکستان هیواد ته وړل شوې دي.
د تېرې اګست میاشت په وروستیو کې ازبکستان لپاره د متحده ایالاتو سفیر جناتن هینک وویل، امریکا او ازبکستان یوه تفاهم ته رسېدلي چې په هغه هیواد کې د افغان هوایي ځواک چورلکې او جنګي جېټ الوتکې ازبکستان ته وسپارل شي.
دا پرېکړه په افغانستان کې دننه او بهر له ډېرو غبرګونونو سره مخ شوه او اسلامي امارت یو ځل بیا پر ازبکستان غږ وکړ چې یادې الوتکې دې افغانستان ته وسپاري.
بلخوا د اسلامي امارت مخالفو سیاسي او نظامي جریانونو هم دا پرېکړه غندلې وه او ځینو غوښتنه کړې وه چې دا الوتکې دې د افغان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو د امانت په توګه ازبکستان هیواد کې وساتل شي.
که چیرته د امریکا له لوري ازبکستان هیواد ته یادې ۲۲ پوځي چورلکې او الوتکې وسپارل شي، د اسلامي امارت او د ګاونډي هیواد ازبکستان ترمنځ به سیاسي اختلافات رامنځته نه شي؟ په داسې حال کې چې په دې شپو او ورځو کې له اسلامي امارت سره د هیوادونو تعامل مخ په پراخېدو دی.