Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»له امریکا سره د ډیپلوماټیکو اړیکو مهم فصل
    لیکني

    له امریکا سره د ډیپلوماټیکو اړیکو مهم فصل

    صابر افغانصابر افغان20 مارچ 2025څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    نن ورځ افغانستان ته یو ځانکړي امریکایي پلاوي سفر کړی دی، یاد پلاوي کې د نورو ډیپلوماټانو ترڅنګ د بنديانو په چارو کې د امريکا متحده ايالاتو د ولسمشر ځانګړی استازی او ورسره د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خليلزاد دی، دوی په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره لیدنه کړې ده.

    د یاد امریکایي پلاوي سفر او د یو امریکایي وکړي جورج ګلزمن خوشې کېدل له افغانستان سره په ډیپلوماټیکه برخه کې د مهم پرمختګ او تعاملاتو پر ډیرېدو اطلاق کولای شو، ځکه چې امریکا ته د افغانستان د روانو حالاتو په اړه، د سرپرست حکومت د مخالفو ډلو له خوا ناسم معلومات ارایه کېږي او همېشه یادو ډلو هڅه کړې چې امریکا، غرب او نړۍواله ټولنې په دې قانع کړي چې په افغانستان کې روان وضعیت د دوی په خلاف روان دی او سرپرست حکومت د تعاملاتو لپاره اقدامات نه کوي.

    خو په افغانستان کې واقعي حالات او د سرپرست حکومت ډیپلوماسي د ټولو مخالفو ډلو د وړاندوینو، راپورونو او تبلیغاتو برخلاف ښې خوا ته روان دي. دا سفر او د یوه مهم بندي خوشي کېدل خپله د مخالفینو ټولو تبلیغاتو ته د حال په ژبه ځواب دی، چې ګواکې په افغانستان کې امن دی، ډیپلوماټیکي اړیکې د پرمختګ په حال کې دي او مهم فصل ته داخلې شوې دي.

    د سرپرست حکومت بهرنۍ بې طرفه او متوازنه پالیسي تر دې مهاله مهمې لاسته راوړنې لري، چې له جملې یې د امریکایي پلاوي وروستی سفر هم بللی شو.

    دا چې د امریکایي پلاوي سفر په ځانګړې توګه بندیانو د مسئلې په اړه و، پر مهال یې د افغانستان او امریکا پر دوه اړخيزو اړيکو، د بنديانو په خلاصون او په امريکا کې افغانانو ته د کونسلي خدماتو د وړاندې کولو په اړه هم خبرې شوې دي.

    مهمه ده چې د دواړو هېوادونو اړوند مسائلو ته د خبرو له لارې حل پیدا شي او امریکایي پلاوی د افغانستان روان حالات له نږدې وګوري او ټولې اندیښنې یې رفعه شي.

    د بنديانو په چارو کې د امريکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بوايلر د افغانستان او امريکا ترمنځ د بنديانو په برخه کې پرمختګ د باور جوړونې پر لور ښه ګام بللی او په افغانستان کې یې د مخدره توکو پر وړاندې مبارزه او د امنيت د ټينګښت پر لورې اقدامات ستایلي دي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپنجشېر کې درې تنه د يوه موټر د غلا پر مهال نيول شوي
    راتلونکي مقاله بلوڅ بېلتون‌پالو د پاکستاني ملېشو پر وړاندې د دریو نورو بریدونو مسؤولیت پر غاړه واخیست

    مربوطه لیکنې

    ولې بهرنی ملاتړ د نیابتي ډلو د ناکامۍ بنسټ جوړوي؟

    6 اگست 2026

    د جبهاتو نظامي فعالیت که د مالي سرچینو د جلب ارزانه هڅې؟

    6 اگست 2026

    د افغان حکومت په اړه د مخالفینو ناسمې انګېرنې

    5 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 6 اگست 2026

    ولې بهرنی ملاتړ د نیابتي ډلو د ناکامۍ بنسټ جوړوي؟

    د جیوپولیټیکو او استخباراتي اړیکو تاریخ دا ثابته کړې چې د تمویل کوونکو رژیمونو او…

    د جمهوریت پر مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، سید احمد شاه سادات: ځينې کسان د کوټې په کونجونو کې له بيرغونو سره انځورونه اخلي او د جبهو اعلانونه کوي

    6 اگست 2026

    د تېر جمهوریت پر مهال د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش د تش په نوم متحدې جبهې مشر، سمیع سادات ته: د جګړې وروستۍ بلنه دې د بهرني شین څراغ او ملاتړ څرګند ثبوت دی

    6 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ولې بهرنی ملاتړ د نیابتي ډلو د ناکامۍ بنسټ جوړوي؟

    6 اگست 2026

    د جمهوریت پر مهال د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر، سید احمد شاه سادات: ځينې کسان د کوټې په کونجونو کې له بيرغونو سره انځورونه اخلي او د جبهو اعلانونه کوي

    6 اگست 2026

    د تېر جمهوریت پر مهال د دفاع وزارت ویاند جنرال محمد رادمنش د تش په نوم متحدې جبهې مشر، سمیع سادات ته: د جګړې وروستۍ بلنه دې د بهرني شین څراغ او ملاتړ څرګند ثبوت دی

    6 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،121 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،237 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.