د اسلامي امارت مرکزي وياند مولوي ذبيح الله مجاهد، پرون د حکومت د اطلاعاتو او رسنيو په مرکز کې، د کورنيو او بهرنيو رسنيو لۀ مسئولينو سره په کتنه کې د يو شمېر بنسټيزو پروژو لکه ټاپي، نوري فايبر، رېل پټلۍ، ټاپ او نورو مهمو پروژو په اړه بشپړ معلومات ورکړل او د رسنيو له مسئولينو څخه يې وغوښتل، چې د يادو پروژو د ښه پوښښ او انعکاس په برخه کې همکاري وکړي.
ښاغلي مجاهد د رسنيو له مسئولينو څخه غوښتنه وکړه ،چې د راپورونو د ترتيب ترڅنګ، د يادو پروژو د اقتصادي او ټولنيز اهميت په اړه له کارپوهانو سره تحليلي بحثونه ترسره کړي؛ ترڅو د يادو پروژو د ارزښت او اهميت په اړه هيوادوالو ته لا پوهاوی ورکړل شي.
د يادونې وړ ده چې د کتنې په پای کې، د کورنيو او بهرنيو رسنيو مسئولينو، د يادو پروژو د ښۀ انعکاس په اړه خپل نظريات او وړانديزونه د افغانستان د اسلامي امارت له مرکزي وياند سره شريک کړل.