د ملي دفاع وزارت خبر ورکړی چې، د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د کشف او استخباراتو مديريت د ختيځ زون په بېلابېلو سيمو کې د یو لړ تصفيوي عملياتو په ترڅ کې ۳۳ميله سپکې او درنې وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړي دي.
د خبر له مخې، په نیول شویو وسلو او مهماتو کې پيکاوې، کلاشينکوفونه، اېم ۱۶ او اېم ۴ وسلې، توپنګچې، نارنجک، راکټونه، د مزايلو دوې دستګاوې، ۷ کړۍ لاسي بمونه ۶۴۰ فيره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ شاملې دي.
ورته مهال امنيتي او دفاعي مسؤولینو پر خلکو غږ کړی، که هر چا سره د «بيت المال اړوند» وسلې، وسايط او تجهيزات شتون ولري په خپله خوښه دې مسؤولينو ته وسپاري.