Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»ننگرهار کې د ۸۰ مېگاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحې ومنل شوې.
    افغانستان

    ننگرهار کې د ۸۰ مېگاواټه لمریزې برېښنا د تولید طرحې ومنل شوې.

    عمران آغاعمران آغا14 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال دفتر وايي، د پانگونې بین الوزراتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د ننگرهار په حصارشاهي او شیخ مصري صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحې د تایید وړ بلل شوې دي.

    د اقتصادي مرستیال له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د ننگرهار په حصارشاهي او شیخ مصري پارکونو کې په ترتیب سره ۴۰ـ۴۰ مېگاواټه لمریزې برېښنا د تولید او همدا راز یو شمېر نورو برخو کې د پانگونې طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې وې.: «د پانگونې بین‌الوزارتي کمېټې له لوري تر هر اړخیز بحث وروسته د ننگرهار په حصارشاهي او شیخ مصري صنعتي پارکونو کې د لمریزې برېښنا د تولید طرحې د تایید وړ وبلل شوې او د منظورۍ لپاره اقتصادي کمېسیون ته راجع شوې.»

    د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې همدا راز د خصوصي سکتور له لوري په کابل او کندهار ولایتونو کې د معیاري نقاش او مسلخونو د جوړولو پر وړاندې شوې طرحه هم بحث وشو. تر هراړخیز بحث وروسته ټاکل شوې کمېټې ته دنده وسپارل شوه، څو د طرحې له وړاندې کوونکي شرکت سره د تخنیکي مسئایلو په اړه ناستې تر سره او خپل راپور په ټاکل شوې نېټه د پانگونې بین‌‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

    په ننگرهار کې داسې مهال دوو صنعتي پارکونو ته د ۸۰ مېگاواټه برېښنا طرحه منل کېږي، چې په دغه ولایت کې پانگه‌وال د برېښنا له کمښت سره سر ټکر کوي.

    اوسمهال په ننگرهار کې سلگونه تولیدي کارخونې فعاله دي؛ خو د برېښنا له نشتوالي له امله په ۲۴ ساعتونو کې یوازې ۱۲ برېښنا ورکول کېږي، چې دغه چاره د کارخونو د تولید کچه کمه کړې ده.

    ننگرهار تود اقلیم لري او د اوړي په موسم کې ډېرې برېښنا ته اړتیا لري؛ خو د برېښنا د کمښت له امله ځايي خلکو ته هم په ۲۴ ساعتونو کې له ۸ ساعتونو ډېره برېښنا نه رسېږي.

    مخکینۍ مقالهمسیر ورځپاڼه: چاپېریال ساتنه یوازې د حکومت او موسسو کار نه دی، بلکې د هر وگړي مسوولیت هم دی.
    راتلونکي مقاله افغان نړیوال بانک د بانکوالۍ سربېره په نورو برخو کې هم پانگونه کوي

    مربوطه لیکنې

    ماليې وزارت د معاشونو د ځنډ اوازې رد کړې

    26 اکتوبر 2026

    اسرائیل خپل نړیوال باور بایللی

    26 اکتوبر 2026

    تېرو دوو کلونو کې ۲۷۹ اسرائیلیانو ځان‌وژنه کړې

    26 اکتوبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 26 اکتوبر 2026

    ماليې وزارت د معاشونو د ځنډ اوازې رد کړې

    د افغان حکومت د مالیې وزارت د دولتي ادارو کارکوونکو د معاشونو ځنډ په اړه…

    اسرائیل خپل نړیوال باور بایللی

    26 اکتوبر 2026

    تېرو دوو کلونو کې ۲۷۹ اسرائیلیانو ځان‌وژنه کړې

    26 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    ماليې وزارت د معاشونو د ځنډ اوازې رد کړې

    26 اکتوبر 2026

    اسرائیل خپل نړیوال باور بایللی

    26 اکتوبر 2026

    تېرو دوو کلونو کې ۲۷۹ اسرائیلیانو ځان‌وژنه کړې

    26 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،201 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،149 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،271 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.