Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»هرات کې د پاشدان بند پروژې د پاتې چارو پرانیسته وشوه
    افغانستان

    هرات کې د پاشدان بند پروژې د پاتې چارو پرانیسته وشوه

    صابر افغانصابر افغان29 اپریل 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر پرون په هرات کې د پاشدان بند د پاتې چارو پرانیسته وکړه.

    د پرانیستې په دغو مراسمو کې د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني وویل، د تېرو دوو لسیزو پر مهال د هېواد اشغال، جگړې، سیاسي او اقتصادي بې‌ثباتي او د اقلیمي بدلون له امله اوښتي زیانونه هغه لاملونه یاد کړل، چې له امله یې افغانستان له ډېرو ټولنیزو او اقتصادي ستونزو سره مخ کړی.

    نوموړي وویل، اسلامي امارت د هېواد د ځان بساینې، ټولنیز او اقتصادي پرمختگ لپاره د نورو برخو ترڅنگ د طبیعي سرچینو د مدیریت لپاره قوي هوډ او د عمل نیت لري.: «اسلامي امارت د هېواد په کچه د ټولو هغو بندونو ارزونه کړې چې کارونه یې نیمگړي پاتې وو. د یادو بندونو د پاتې چارو بشپړولو لپاره جامع کاري پلانونه جوړ شوي چې له مخې یې د ډېرو بندونو عملي چارې پیل شوې دي. د دغو بندونو له جملې یې یو هم د پاشدان بند دی، چې عملاً یې کار پيل شو.»

    ښاغلي برادر وویل، د پاشدان بند پروژه د هرات لپاره مهمه او حیاتي ده او د هرات ولسونو ته یې ډاډ ورکړ، چې اسلامي امارت په ټول توان د یادې پروژې بشپړولو ته ژمن دی او هڅه کوي چې په وخت او ښه کیفیت سره یې کارونه بشپړ کړي.:«اسلامي امارت به ټولې هغه پروژې پيل کړي، چې د دوی اقتصادي ستونزې پرې حل کېدای شي.»

    د پرانیستې په دغو مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبدالطیف منصور وویل، د پاشدان په بند کې لسگونه افغاني او بهرني انجینران کار کوي.: «اسلامي امارت خلکو ته امنیت تامین کړی دی او د معیشت د تامین لپاره په مختلفو ولایتونو کې لویې، متوسطې او کوچنۍ پروژې په کار اچولي دي.

    په راتلونکې کې به د اوبو او انرژي وزارت په هرات او نورو ولایتونو کې نورې پروژې هم افتتاح کړي.»د پاشدان بند د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې واقع دی او اوبه یې د هریرود سیند ته ور گډېږي.

    دغه بند ۱۱۶۷ متره اوږدوالی او ۴۲ متره لوړوالی لري چې په بشپړېدو سره به ۵۴ مېلیونه متر مکعب اوبه ذخیره او ۲۰۰ مېلیونه متر مکعب باراني اوبه به مدیریت کړي.د پاشدان بند د چارو په پیلېدو سره به ۴۰۰ نفرو ته کار پیدا شي، ۱۳۰۰۰ هیکتاره ځمکه به خړوبه او ۲ مېگاواټه برېښنا به تولید کړي.

    د سېلابونو اوبه به مدیریت او د هرات ولایت ټولې شمالي سیمې به خړوبې کړي.په یاد بند ۱۱۷ مېلیونه امریکايي ډالر لگښت راځي.

    مخکینۍ مقالهکورنیو چارو وزارت: په اتو ولایتونو کې ۲۹ تنه د جنايي جرمونو په تړاو نیول شوي
    راتلونکي مقاله د صنعت او سوداگرۍ مرستیال وزیر: ټولې حکومتي ادارې له کورنیو تولیداتو څخه کار اخلي

    مربوطه لیکنې

    ‏د تورغونډۍ بندر د احاطوي دېوال رغنیزې چارې پیل شوې

    15 مارچ 2026

    د افغانستان د صادراتي توکو ۸ محمولې نن ورځ ترکیې او له هغه ځایه نړۍ ته لېږدول کېږي

    15 مارچ 2026

    خوست کې پر فرضي کرښه افغان نښان‌ویشتونکو پنځه پاکستاني عسکر هلاک کړي

    14 مارچ 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 15 مارچ 2026

    صهیونیستي رژیم د ایراني ډرونونو د مخنیوي برخه کې له اوکراین د مرستې غوښتنه کړې

    عربي رسنیو راپور ورکړی، چې د اسرائیلو صهیونیستي رژیم د ایراني ډرونونو مخنیوي په برخه…

    سپاه پاسدارن: پر سعودي عربستان وروستی ډرون برید له ایران سره تړاو نه‌لري

    15 مارچ 2026

    شاوخوا ۳۰ هېوادونو له ايران غوښتي چې د هرمز تنګي له لارې د کښتيو تېرېدو هوکړه لاسليک کړي

    15 مارچ 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    صهیونیستي رژیم د ایراني ډرونونو د مخنیوي برخه کې له اوکراین د مرستې غوښتنه کړې

    15 مارچ 2026

    سپاه پاسدارن: پر سعودي عربستان وروستی ډرون برید له ایران سره تړاو نه‌لري

    15 مارچ 2026

    شاوخوا ۳۰ هېوادونو له ايران غوښتي چې د هرمز تنګي له لارې د کښتيو تېرېدو هوکړه لاسليک کړي

    15 مارچ 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،122 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،072 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،144 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.