Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»هلمند کې تېره اوونۍ ۲۸۸۰ جریبه ځمکه له غصب راگرځول شوې
    افغانستان

    هلمند کې تېره اوونۍ ۲۸۸۰ جریبه ځمکه له غصب راگرځول شوې

    عمران آغاعمران آغا27 جولای 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هلمند د کرنې، اوبو لگولو او مالدارۍ ریاست وايي، په تېره یوه اوونۍ کې په دغه ولایت کې یې ۲۸۸۰جریبه دولتي ځمکه له غصب څخه راگرځولې او د غصب مخنیوی یې کړی دی.

    له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په هلمند کې ډېرې دولتي ځمکې په نوزاد، واشېر، گرمسېر، سنگین، باباجي او مارجې ولسوالیو کې له غصایبنو راگرځول شوي دي.:«په راگرځول شوو ځمکو کې دښتې، څړځایونه، ځنگلونه او غیر متصرفه ځمکې شاملې وې، چې د سیمه‌ییزو خلکو له لوري په بېلابېلو نومونو غصب شوې وې.»

    د خبرپاڼې له مخې، په یادو ځمکو کې لسګونه نوي جوړېدونکي کورونه او ژورې برمې هم له منځه وړل شوي، لسگونه وسایل یې نیول شوي او عاملین یې د اړوند ولسوالیو عدلي ـ قضايي ارگانونو ته سپارل شوي دي.

    په خبرپاڼه کې ویل شوي، د دولتي ځمکو د بېرته راگرځولو په دغه کمپاین کې د کرنې ریاست سربېره امنیتي ادارې هم برخه اخلي.:«په هلمند کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمپاین په ټولو ولسوالیو کې روان دی، چې هره ورځ په بېلابېلو ولسوالیو کې سلگونه جریبه ځمکو د غصب مخنیوی کېږي.»

    عدلیې وزارت نږدې دوې اوونۍ وړاندې ویلي وو، په تېره یو میاشت کې یې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې څه‌باندې ۲۳۲زره جریبه حکومتي ځمکه تثبیت کړې ده.

    یاد وزارت په خپل میاشتني راپور کې زیاته کړې وه، چې د ځمکو له غصب څخه د مخنیوي کمېسیون او تخنیکي پلاوو يې تېره یوه میاشت کې د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې کابو ۲۳۲ زره او ۱۸۰ جریبه حکومتي ځمکه تثبیت کړې ده.

    د عدلیې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، تر اوسه یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې زرگونه جریبه ځمکه له غصب څخه راگرځولې او هغه ځمکې به هم بېرته راوگرځوي، چې له تېرو څو لسیزو راهیسې غصب شوې دي.

    مخکینۍ مقالههندوستان ټايمز: هند افغانانو ته د ويزو د ورکړې بهير پيلوي
    راتلونکي مقاله گنډاپور: په خیبر پښتونخوا کې به عملیاتو ته اجازه ورنه‌کړي

    مربوطه لیکنې

    د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د دایکندي له والي سره د دغه ولایت د ستونزو په اړه خبرې کړي

    2 سپتمبر 2026

    د افغان حکومت مشرتابه ویلي، د راتلونکي نسل د فکري او علمي روزنې مسوولیت د علماوو دی

    2 سپتمبر 2026

    په کابل کې د سولې استوګنیزې پروژې د B4 بلاک د بنسټ ډبره کېښودل شوه

    2 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    ورځنۍ نېټه 3 سپتمبر 2026

    د نن پنجشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    2 سپتمبر 2026

    د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د دایکندي له والي سره د دغه ولایت د ستونزو په اړه خبرې کړي

    2 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د نن پنجشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    3 سپتمبر 2026

    ۱۰۰ ثانیې خبر

    2 سپتمبر 2026

    د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزیر د دایکندي له والي سره د دغه ولایت د ستونزو په اړه خبرې کړي

    2 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،192 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،135 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،253 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.