Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»په کابل کې د پاکستان سفارت د برېښنا له درکه له یو میلیون ډېر پوروړی دی
    افغانستان

    په کابل کې د پاکستان سفارت د برېښنا له درکه له یو میلیون ډېر پوروړی دی

    عمران آغاعمران آغا8 اپریل 2025څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp
    هندوکش غږ هغه سند ترلاسه کړی، چې پکې ښکاري په کابل کې د پاکستان سفارت د خپل هېواد ملي بانک ته د یو میلیون، ۳۳ زره او ۵۳۰ افغانیو چیک استولی او ترې غوښتنه یې کړې چې دا اندازه پیسې د برېښنا له درکه د افغانستان د برېښنا شرکت پوروړي دي.

    دا سند په تېره مارچ میاشت کې په کابل کې د پاکستان د سفارت له خوا د هغه هېواد ملي بانک ته د خپل مخکې لېږل شوي چیک د تعقیب لپاره لېږل شوی دی. خو دا لا تائید شوې نه ده چې د پاکستان ملي بانک د افغانستان برېښنا شرکت دا پیسې تادیه کړي او که نه.

    د هندوکش غږ د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، دا موضوع یواځې مالي نه، بلکې حقوقي اړخونه هم لري، ځکه چې تر دې وړاندې په همدې ودانۍ کې د بریتانیا سفارت فعالیت درلود. ویل کېږي چې د ودانۍ د مالکیت، خدماتو د قراردادونو، او مالي مکلفیتونو د انتقال پروسه لا هم بشپړه روښانه شوې نه ده او دې وضعیت د پاکستان سفارت له‌خوا د قرضونو د حقوقي تعقیب په برخه کې ستونزې راولاړې کړې دي.

    خو د هندوکش غږ د معلوماتو له مخې، د کابل په ګډون په ډېرو نورو ځایونو او هېوادونو کې د پاکستان سفارتونه او استازولۍ میلیونونه ډالره د بېلابېلو خدماتو له درکه د شخصي قراردادي شرکتونو پوروړي دي.

    د اقتصادي چارو شنونکي وایي چې د پاکستان اقتصادي وضعیت ورځ تر بلې د خرابېدو په لور روان دی. د ملي اسعارو ارزښت په پرله‌پسې توګه راټیټ شوی، د بهرنیو اسعارو زیرمې یې کمې شوې، د وارداتو او صادراتو تر منځ کسر ورځ تر بلې زیاتېږي. په هېواد کې د سیاسي بې‌ثباتۍ او خرابې ادارې له امله پانګه‌وال اعتماد نه لري او ډېرې دولتي ادارې د خپلو داخلي او بهرنیو مالیاتي مکلفیتونو په اداء کولو کې پاتې راغلي دي.

    د اقتصادي چارو شنونکي زیاتوي؛ د پاکستان د سفارتونو له‌خوا د خدماتو د تادیاتو ځنډ ښيي چې دغه مالي بحران د هېواد له دننه څخه د دې هېواد د بهرنیو ماموریتونو تر کچې پراخ شوی دی.

    مخکینۍ مقالهکورنیو چارو وزارت: امنیتي ځواکونو د هېواد په څلورو ولایتونو کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات نیولي دي
    راتلونکي مقاله سره میاشت پر سوري زړه ناروغۍ د اخته ۲۴ نورو ماشومانو درملنه کوي

    مربوطه لیکنې

    نورستان کې د شر او فساد ډلو پر ضد د عملياتو پای؛ ۴۱ تنه وژل شوي او ۶۲ نور نيول شوي

    29 سپتمبر 2026

    بهرنیو چارو وزارت نورستان ته د را اوښتو شر او فساد ډلو په تړاو د پاکستان شارژدافیر احضار کړی

    29 سپتمبر 2026

    تېرو شپږو میاشتو کې له کابل هوايي ډګر څخه نږدې ۱۱۰۰ کارګو الوتنې شوي

    28 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیمه 30 سپتمبر 2026

    په سیمه کې د اسرائیلو حضور خطرناک وضعیت رامنځته کوي

    انادلو خبري اژانس ویلي، چې ایران د اسرائیلو د حضور له امله په سیمه کې…

    د نن چهارشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    30 سپتمبر 2026

    نورستان کې د شر او فساد ډلو پر ضد د عملياتو پای؛ ۴۱ تنه وژل شوي او ۶۲ نور نيول شوي

    29 سپتمبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    په سیمه کې د اسرائیلو حضور خطرناک وضعیت رامنځته کوي

    30 سپتمبر 2026

    د نن چهارشنبې ورځې نېټه.#هندوکش‌غږ

    30 سپتمبر 2026

    نورستان کې د شر او فساد ډلو پر ضد د عملياتو پای؛ ۴۱ تنه وژل شوي او ۶۲ نور نيول شوي

    29 سپتمبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،197 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،139 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،261 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.