Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»کابل او ولایتونه د امنیتي ځواکونو تر لینزونو او سکن لاندې دي!
    لیکني

    کابل او ولایتونه د امنیتي ځواکونو تر لینزونو او سکن لاندې دي!

    صابر افغانصابر افغان18 سپتمبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د ا.ا کشفي او امنیتي ادارې د داعشي خوارجو، شر او فساد ډلې او نورو شرارتي ډلو په وړاندې کوټلي اقدامات کوي.

    د ۱۴۰۳ کال د سنبلې پر ٢٥مې نیټې د یو اوپراتیفي عملیاتو په لړ کې د ا.ا امنیتي او کشفي ارګانونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې د کاپیسا ولایت کې ۷۶ میله کلاشینکوفونه، ۳۳ میله تفنګچې، پنځه میله ثقیله وسلې، ۱۸ حلقې د پرسونل ضد ماینونه او له ٨٠٠٠ زرو فیرو زیاتې د بېلابېلو وسلو مرمۍ کشف او ونیول شوې.

    او په تړاو یې ۳۰ تنه تورن کسان نیول شوي چې تر پوښتنو او ګرویږنو لاندې دي.

    همدا ډول د کابل په د خیرخانې لب جر ساحه کې هم د سنبلې په شلمه تلاشۍ وشوې، دا لړۍ دې همداسې دوام ولري.

    هغه سیمي چې له امنیتي اړخه اسیب پذیره دي د ا.ا منسوبین ورته متوجې دي؛ د داعشي خوارجو، مقاومتیانو او نور جبهو هر حرکت به له اقدام وړاندې خنثی شي.

    په دغه شریرو ډلو پورې مربوط خلک باید پوه شي چې افغانستان د ا.ا د امنیتي ارګانونو تر لینزونو لاندې دی او هره سیمه یې د لینزونو له سکنرونو تېریږي، هیڅ حرکت به بې ځوابه پاتې نه شي.

    د اغتشاش او شر او فساد په ډلو هره ورځ د ژوند کړۍ په تنګېدو ده، د افغاستان وسلوال ځواک او د اسلامي اردو ګډې امنیتي ادارې هره لحظه د ولسونو د هوساینې په موخه دا خپل دیني او دنیوي مسولیت ګڼي چې د ولس یې نوک هم خیانت نه شي.

    د اغتشاش ډلو ته یوازې رسنیزه جګړه ور پاتې چې د خپلې عُقدې سړې کړي او د خپلو زړونو باد وباسي، نور نو پر ځمکه سیوری او په اسمان ستوری نه لري.

    د افغانستان مسلمان او متدین ولس د خپل مسلمان نظام ترڅنګ ولاړ دي، ټول به په ګډه دا بحران مدیریت کوو؛ موږ یوازې د فرهنګي او تبلیغاتي جنګ په جبهو کې هم چې د افغانستان د دښمنانو په وړاندې ودرېږو دا لویه فتنه دفع کولی شو.

    هره ورځ د نړۍ رسنیو ته یوه سوژه او یوه پروژه ورکول کېږي ترڅو هغه رسنیزه شي او خپل معاشخواره صاحب نظران میلمانه کوي د افغانستان بد تصویر ښيي؛ عام ولس باید د تبلیغاتي جنګ مخ ته ودرېږي او د خپل مسلمان نظام او د خپل وطن د بقا جنګ دې مخ ته یوسي.

    د نظام ماتېدل او بل جنګ وارودل موږ ټول بې عزته کوي او بې کوره کوي مو؛ بهرنیان د خپلو اجنټانو په مرسته غواړي چې د خپلو جنګي پروژو لپاره بهانې ولټوي خو بهانه نشي موندلی، ځکه ولس د خپل د نظام سره اوږه په اوږه ولاړ دی.

    اوسنی مسلمان نظام له سوچه ملت څخه جوړ دی، د تېري ادارې غوندې پکې دوه تابعیته او څو تابعیته نشته، نه هم پکې بئ دینه او کافران شته.

    په تېره اداره کې چې هغوی خپله د ملکي خدمتونو قانون تصویب کړی وو او د استخدام په شرایطو کې یې لیکلي وو چې هر هغه څوک د افغانستان په اداره کې مقررېدلی شي چې افغان وي، عمر یې اتلس کاله وي، په داخل او خارج کې په جرم تورن نه وي او د روغتیايي ادارو د صحت تاید ولري.

    اجمل احمدي یې له لبنانه یو یهودی راوست چې نه افغان و، نه مسلمان ؤ، نه یې ملي ژبې زده وې؛ او همداسې ګڼ وزیران په خارج کې په جرم متهم وو خو دلته وزیران وو.

    د ا.ا مجاهدین او مشران ټول افغانان دي، همدا اوس چې چارواکي هم دي د افغانستان په کلیو او بانډو کې د خپل ولس سره ګډ ژوند لري، د ولس په رنګ کې رنګ خلک دي، د خپل ملت له بطن څخه را ولاړ شوي خلک دي، د افغانستان په نبض له هر چا ښه پوهېږي.

    دا نظام چې ولسي ریښي لري، د غرب د تبلیغاتو دستګاه ګانې شپه او ورځ په دې اخته دي چې څنګه د دوی په وړاندې منفور او منفي ذهنیت خور کړي، مګر په دې نه توانېږي چې د ولس او نظام ترمنځ درز پیدا کړي. الحمدلله

    مخکینۍ مقالهد شر او فساد او د بغاوتونو د مهار کمربند جوړ شو!
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.ورځ او نېټه: چهارشنبه ۱۴۴۶/۳/۱۵ ھ ق.

    مربوطه لیکنې

    له اشغال شويو ډيپلوماټيکو څوکيو د افغان هويت ضد دريځونه

    11 جون 2026

    په افغانستان کې د جبهاتو د پسرلنیو عملیاتو په اړه د تبلیغاتي کمپاینونو حقیقت

    10 جون 2026

    پرديپال ولې د تاریخ د مسخه کولو هڅه او د بلې جګړې وړاندوينه کوي؟

    9 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 12 جون 2026

    د يمن د وسلو په يوه ډيپو‌ کې د چاودنې له امله ۱۲ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي

    انډپنډنټ عربي راپور ورکړی، چې د یمن عدن ولایت الصولبان پوځي اډه کې د وسلو…

    د ایران او امريکا ترمنځ د احتمالي تړون ۱۴ مادې رسنيزې شوې

    12 جون 2026

    احمد الشرع راتلونکې يکشنبه د ډونالډ ټرمپ په رسمي بلنه امريکا ته په سفر ځي

    12 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د يمن د وسلو په يوه ډيپو‌ کې د چاودنې له امله ۱۲ تنه وژل شوي او ۹ نور ټپيان دي

    12 جون 2026

    د ایران او امريکا ترمنځ د احتمالي تړون ۱۴ مادې رسنيزې شوې

    12 جون 2026

    احمد الشرع راتلونکې يکشنبه د ډونالډ ټرمپ په رسمي بلنه امريکا ته په سفر ځي

    12 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،165 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،104 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،210 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.