Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»کشېنه کشېنه مه جذباتي کېژه، کوربان دې سم
    لیکني

    کشېنه کشېنه مه جذباتي کېژه، کوربان دې سم

    صابر افغانصابر افغان20 مارچ 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    ارغوان وطنیار

    جان اڅکزی د بلوچستان ایالات د اطلاعاتو وزیر دی، تازه یې ویلي چې طالبان به د اټک د نیولو په خوب کې کابل وبایلي.

    اڅکزی خبر نه ده چې سهاکزي، ساکزي او اڅکزي څوک دي؟ښاغلی وزیر دې خپله DNA معاینات وکړي چې نسب یې څه دی او د چا اولاد دی؟ښاغلی جان خپل پلار ته خوله اچوي، دا خبره د پاکستان اویا کلن تاریخ کې ایوب خان، ذوالفقار بوټو، جنرال ضیا، نواز شریف، زرداري او عمران خان نه ده کړې، مګر د بلوچستان د اطلاعاتو وزیر په دې خبره د ګستاخۍ مرتکب ګرځي، خو زوی همیشه د پلار په وړاندې کیش مات دی، که زوی د پلار په وړاندې د درېدلو توان لرلای نو د ستر خوشحال خان بابا په وړاندې به یې زوی بهرام خان کامیاب وای، خو د بهرام نوم د محکومیت په اباسین لاهو شو چې ګواکې بیخي یې څوک نه پیژني.

    خوشحال بابا د مغلو د اقتدار په وړاندې خپله پښتنه توره تر زړبودن پورې په قاش کې کېنښوده، د هغه همدا یوه خبره وه چې یا نیولی مخ مکې ته یا مغولو سره زم.

    هغه مهال دا ټوله جغرافیه د مغولو د امپراطورۍ تر سیوري لاندې وه، چې خوشحال بابا یې په وړاندې پښتنه توره جیګه کړه او وه یې ویل:اطاعت د اولی الامر ځکه نه کړم چې خلیفه د زمانې په زړه کافر دی، مغولو د ده زوی بهرام خان په پیسو واخیسته او د خپل پلار په وړاندې یې ودراوه، خوشحال بابا به چریکې جګړې او حملې کولې، بهرام به د پلار پټنځايونه مغولو ته ښودل او جاسوسي به یې ورته کوله.

    د خوشحال بابا دا خبره د پښتو ژبې د متلونو برخه وګرځېده چې ویل به یې :له بهرامه ښادي حرامه ده.

    پاکستاني مغولو هم یو څو ورځې د کاکړو پښتنو یو وړوکی بچی یو څو ورځې د صدارت په چوکۍ کېناوه، له هغه هم ځان ورک شو، خپلې پښتنې خویندې یې بې عزته کړې، مشران، زلمیان، ماشومان او تور سرې یې جیلونو ته واچول، په لارو، کوڅو او سړکونو کې یې افغان اتباع ونیول، په زجر، شکنجو او په بې عزتیو به یې را اړول.

    دهغه د اقتدار نشه ډېره کمه وه مګر د منصب هوا یې ډېره وه اخر څه وشول؟د پښتون تاریخ ته یې په یو پښتون سپک وکتل او هغه پښتون یې د تشناب کاغذ په څېر وکاراوه او په ډېران یې ګوزار کړ.

    جان اڅکزی به هم د يو څو ورځو خیالي وزیر وي او د ده به هم د تشناب کاغذ په څېر ځای ډېران وي.

    افغانان بد تاریخ نه لري او پاکستان ښه تاریخ نه لري، موږ پښتو کې متل لرو چې: لوښي خپل بیخ نه دی پیژندلی نو ځکه یې سر په سیند کې راوتلی.

    د پاکستان تاریخ معلوم دی چې ١٩٧١ کال کې یې په یوه ورځ 93000 وسلوال پوځ هندوستان ته سلامي شول او هغوی ترې دریشۍ وکاږلې، پتلونونه یې پرې وباسل او آن نېکرونه یې ترې وباسل، لڅ او لغړ یې رسنیو ته وښودل، جامې یې ورته په موزیم کې کېښودې چې په دوی کې یوه برخه ښځینه نظامیانې هم وې.

    نو ښاغلی جان سرِ وخت دی چې خولې او خبرو سره دې پام وکړې، له خپلې خولې مشر کېږه مه.

    مخکینۍ مقالهاذربایجان د اقتصاد، کرنې، تېلو او گازو په برخه کې له افغانستان سره خپلې همکارۍ زیاتوي
    راتلونکي مقاله کورنیو چارو وزارت: د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې لسگونه تنه د جلا جلا جرمونو په تور نیولي دي

    مربوطه لیکنې

    ایا د جمعیت ګوند به بیا راژوندی شي؟

    22 جون 2026

    د مخالفو ډلو او پاکستان تاریخي اړیکې؛ پالنه یې لا تازه شوې

    21 جون 2026

    پاکستان او د جبهو د استخدام ناکامه لوبه

    16 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 22 جون 2026

    د قطر په راس‌لفان صنعتي سیمه کې زوروره چاودنه شوې

    نړۍوالو رسنیو راپور ورکړی، چې د قطر د راس‌لفان صنعتي سیمې په یوه فابریکه کې…

    رویټرز: چین پر لسو امریکایي شرکتونو بندیزونه ولګول

    22 جون 2026

    د ايران د بهرنيو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي: د امریکا ګواښوونکې څرګندونې د دې لامل شوې چې ایران د څلور اړخیزې ناستې دوام ته حاضر نه شي

    22 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د قطر په راس‌لفان صنعتي سیمه کې زوروره چاودنه شوې

    22 جون 2026

    رویټرز: چین پر لسو امریکایي شرکتونو بندیزونه ولګول

    22 جون 2026

    د ايران د بهرنيو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي: د امریکا ګواښوونکې څرګندونې د دې لامل شوې چې ایران د څلور اړخیزې ناستې دوام ته حاضر نه شي

    22 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،168 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،108 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،219 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.