Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»کندهار کې د ټوکر جوړولو دوو کارخونو خپلې چارې پیل کړې
    افغانستان

    کندهار کې د ټوکر جوړولو دوو کارخونو خپلې چارې پیل کړې

    صابر افغانصابر افغان1 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د کندهار ځايي مسوولین وايي، په کندهار کې د ټوکر جوړولو دوو کارخونو خپلې چارې پیل کړې دي.

    د نخي نساجي کارخونې مشر محمد سلیم صابر وايي، په کارخونه کې یې شاوخوا ۳ زره بېلابېل ماشینونه موجود او فعاله دي.د صابر په خبره، له تېرې یوې نیمې میاشتې راهیسې یې فعالیت پیل کړی، چې اوس‌مهال د ۴۰۰ ماشینونو په فعالیت سره د پنبې څخه عامې روغتیا وزارت ته روغتیايي توکي او هم دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او استخباراتو عمومي ریاست ته د نظامي دریشي ټوکرونه هم تولیدوي.:«که نور وزارتونه او اداري ورسره تړونونه وکړي، نو پاتې ۲۶۰۰ ماشینونه به هم په فعالیت پیل وکړي، چې ورسره به په ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ زره کسانو ته د کار زمینه برابره شي.»

    دی وايي، د نخي کارخونه په کال کې د ۶۶۹۲ ټنه د پنبې د پروسس وړتیا لري او ۴۰ مېلیونه متره ټوکر تولیدولی شي.

    له بل لوري د پشمي نساجي کارخونې مشر موسی کلیم بیا د خپلې کارخونې په اړه وايي، چې د هېواد، بهرنیو او مصنوعي وړیو او منسوجاتو ترڅنګ د کرک او منسوجاتو څخه یې د غالیو تار، کشمیره، پټو، شال، کمپلې، شړۍ او نور تولیدات لري، چې د کیفیت له مخې بې‌ساري دي.:«په کارخونه کې یې ۶۴ بېلابېل ماشینونه فعال دي، چې د کال ۱۰۰۰ ټنه د پنبې په پروسس سره یو مېلیون متره ټوکر تولیدولی شي. که چېرته ټول ماشینونه په فعالیت پیل وکړي، په ۲۴ ساعتونو کې ۱۸۰۰ کسانو ته پکې د کار زمینه برابرېږي.»

    د یادونې وړ ده، د کندهار نخي او پشمي کارخونې په کال ۱۳۵۴ل کال کې جوړې شوې وې، چې وروسته د کورنیو جگړو او بهرني یرغل پر مهال یې فعالیتونه درېدلي وو؛ خو اوس یې بېرته خپلې چارې پیل کړې دي.

    مخکینۍ مقالهپه هېواد کې د تودوخې توده څپه؛ په سړو سیمو کې ښوونځي لس ورځې نور هم رخصت شول
    راتلونکي مقاله قائد الامة اسماعیل هنیه شهید شو!

    مربوطه لیکنې

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025

    ‏د جوزجان ولایت د یتیم تاق سیمې د ګازو د دریو څاګانو د کیندنې تړون لاسلیک شو

    31 مې 2025

    ننګرهار کې د دوه کورنیو ترمنځ سل کلنه دښمني په دوستۍ بدله شوه

    31 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 1 جون 2025

    شخصي تقدس‌ پالنه او که د ملي حافظې تحریف؛ د خلکو په وړاندې د امرالله صالح چل او دروغ

    په افغانستان کې د جمهوري نظام له واکمنۍ او د جمهوري نظام د بې‌کفایته کابینې…

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    31 مې 2025

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې راپور؛ تېره میاشت مو په ۶۳ بریدونو کې ۸۲۸ امنیتي سرتېري وژلي

    31 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    شخصي تقدس‌ پالنه او که د ملي حافظې تحریف؛ د خلکو په وړاندې د امرالله صالح چل او دروغ

    1 جون 2025

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    31 مې 2025

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې راپور؛ تېره میاشت مو په ۶۳ بریدونو کې ۸۲۸ امنیتي سرتېري وژلي

    31 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،940 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.