
د امارتي شرکتونو لوی ریاست وایي، د آريانا افغان هوايي شرکت، له کندهار ښار څخه د متحده عربي اماراتو دُبی ښار ته مستقيمې الوتنې پيل کړې.
د آريانا افغان هوايي شرکت رئيس، بخت الرحمن شرافت ویلي، چې دا ګام د یاد شرکت د ستراتیژيکو پرمختيايي پلانونو برخه ده، چې موخه يې د هېواد د سويلي ولايتونو د مسافرينو او سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد خدمتونو پراخول دي.
د امارتي شرکتونو لوی ریاست ویلي، چې له کندهار څخه دُبۍ ښار ته د الوتنو پیل به د هېواد د اقتصادي ودې او سوداګريزو فرصتونو په پراختيا کې اغېزمنه ونډه ولري.

