Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»آزادي جبهه؛ له مقاومت جبهې سره اختلاف او طالبانو ته جاسوسي
    راز

    آزادي جبهه؛ له مقاومت جبهې سره اختلاف او طالبانو ته جاسوسي

    صابر افغانصابر افغان26 نوومبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    څو ورځې وړاندې د هندوکش‌غږ له خوا د آزادۍ جبهې د مرستيال عبدالستار حسيني او عيسی محمدي يو مستند غږيز کليپ نشر شو چې د آزادي او مقاومت جبهې تر منځ یې د آيډيولوژيک اختلاف څخه پرده پورته کړه چې يوه مهمه برخه يې د آزادي جبهې سره نږدې دوه نیم کاله د عيسی محمدي پټه رابطه وه او په دې کليپونو کې دا هم په ډاګه شوه چې آزادي جبهه په دې هڅه کې ده چې د مقاومت جبهې کسان جلب او جذب کړي.

    تازه هندوکش‌غږ ته سرچينو ويلي چې آزادي جبهې له ډير وخت راهيسې د مقاومت جبهې د غړو، جنګياليو او ځينو ډيپوګانو په اړه د طالبانو استخباراتو ته معلومات ورکړي دي.
    د سرچينو له قوله، آزادي جبهې د خپل مشهور قومندان او د شمال غرب زون د مسؤول جنرال فايق په توسط طالبانو ته د مقاومت جبهې د افرادو لستونه ورکړي دي چې له امله يې د طالبانو استخباراتو د مقاومت جبهې ځينې مهم کسان نيولي دي.

    د ازادي جبهې د شمال غرب زون مسؤول جنرال نقيب الله فايق

    د سرچينو د معلوماتو په اساس د نقيب الله فايق او حسيني لخوا د طرحه شوي پلان په اساس دوی د مقاومت جبهې ډيری د وسلو او مهماتو ډيپوګانو په اړه هم طالبانو ته معلومات ورکړي او په لاس يې ورکړي دي چې له امله يې د مقاومت جبهې فعاليتونه د پام وړ تضعيف شوي هم دي.
    نقيب الله فايق د مقاومت جبهې او همدارنګه د عبدالرشيد دوستم له سختو منتقيدنو څخه دی او دوستم ته د کميشن کار خطاب کوي.

    دا لومړی ځل نه دی چې دا ډول معلومات له يادو جبهو څخه درز کوي، په تيرو وختونو کې دواړو لورو يو پر بل دا ډول ډير تورونه پورې کړي دي، د هندوکش‌غږ لخوا د تازه نشر شوي کليپ څخه هم دا معلومېږي چې آزادي جبهې په مقاومت جبهه کې ژور نفوذ کړی دی او له منځه يې معلومات راټولوي چې د مختلفو پټو تعاملاتو په نتيجه کې يې طالبانو ته ورکوي؛ ويل کېږي چې عيسی محمدي هم په تيرو دوه نيمو کلونو کې آزادي جبهې ته جاسوسي کوله او پټ معلومات يې ورکول.

    سرچينه زیاتوي؛ جنرال فائق په شمالي ولايتونو کې خپل ځينې کسان له طالبانو سره په اړيکه کې کړي دي تر څو د مقاومت جبهې په اړه طالبانو ته معلومات ورکړي، يو له دې کسانو د ډاکتر وکيل په نوم کس دی چې اوس په ايران کې اوسېږي خو د ځينو مهمو طالبانو سره د خپلوۍ او نورو تعاملاتو په اساس طالبانو ته د مقاومت جبهې په اړه مهم راپورونه ورکوي. ډاکټر وکیل د آزادۍ جبهې مشر یاسین ضیاء ته له نږدې او معتمدو کسانو څخه دی.

    ډاکټر وکيل د ازادۍ جبهې غړی

    د تحليلګرانو په باور، د مقاومت جبهې او آزادي جبهې تر منځ د دې اختلافاتو ريښې هغو غربي هيوادونو ته ورګرځي چې دوی يې حمايه کوي، انګلستان او په امريکا کې ځينې کړۍ د آزادي جبهې يو له مستقيمو تمويلوونکو څخه دي چې هغوی په دې دليل نه غواړي مقاومت جبهه ډير پرمختګ وکړي چې دوی فرانسې او د امريکا ځينو رقيبو هيوادونو ته نږدې دي او جاسوسي ورته کوي له همدې وجې انګلستان آزادي جبهه حمايه کوي او فرانسه او ځينې نور غربي هيوادونه مقاومت جبهه تمويلوي.

    مخکینۍ مقالهد شر او فساد لارویان د نړیوال ملاتړ د نه شتون له امله منزوي شوي دي!
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    احمد مسعود د مشهد څخه د تهران پر لور؛ له رباني او نورو مشرانو سره د لیدنې تابیا نیسي

    19 مې 2025

    احمد مسعود از مشهد به سوی تهران؛ برای دیدار با ربانی و دیگر رهبران برنامه‌ریزی می‌کند

    19 مې 2025

    مقاومت که رقابت؟ ایران ته د احمد مسعود بېړنی سفر د داخلي اختلافاتو انځور

    16 مې 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 31 مې 2025

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    د فلسطین روغتیا وزارت خبر ورکړی چې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې تړانګې…

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې راپور؛ تېره میاشت مو په ۶۳ بریدونو کې ۸۲۸ امنیتي سرتېري وژلي

    31 مې 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پر غزې د اسرائیلي رژیم د بریدونو دوام؛ تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۸۶ تنه فلسطینیان شهیدان او ټپیان شوي

    31 مې 2025

    د القاعدې غورځنګ د پوځي څانګې راپور؛ تېره میاشت مو په ۶۳ بریدونو کې ۸۲۸ امنیتي سرتېري وژلي

    31 مې 2025

    د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ

    31 مې 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،940 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،876 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،865 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.