Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»آصف درانی او د هغه د خبرو تر شا د استخباراتي اهدافو جاج
    لیکني

    آصف درانی او د هغه د خبرو تر شا د استخباراتي اهدافو جاج

    صابر افغانصابر افغان21 اگست 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    تېره ورځ آصف دراني وویل چې: «افغانستان نور د خبرو سرټکی نه دی» له خبرې یې معلومېږي چې درانی له دنیا او له رسنیو بېخي ناخبره دی؛ موده وړاندې د افغان حکومت د دوحې په ناسته باندې د ټولې نړۍ رسنۍ بوختې وې، زرګونه رسنیو د دوحې د ناستې موضوعات تعقیبول، همداراز د امریکا مطرح سیاستوال قطر کې پراته وو.

    بله خبره یې دا وکړه چې: «د سپټمبر پېښه ښايي بیا له افغانستان څخه تکرار شي» دا د نوموړي بالذات ضد او نقیض خبره ده، هلته وایي چې افغانستان نور له پامه لوېدلی او هلته بیا وایي چې د سپټمبر پېښه ښايي بیا تکرار شي.

    که دومره لویه پېښه له افغانستان څخه تکراریږي، ایا نړۍ به د افغانستان په مقابل کې بې تفاوته وي؟امریکا د خپل ملي امنیت د تضمین په خاطر نیمه نړۍ کې بوخته ده، دا بوختیا یې د نړۍ د ډېرو هېوادونو سره له نږدې کار کولو څخه عبارت دي.افغانستان د نړۍ د سیاستونو په محراق کې واقع دی؛ له چین، روسیې، منځني اسیا، خلیجو هیوادونو ټولو سره افغانستان تودې اړیکې لري.

    اصلا په انزوا د دراني خپل حکومت واقع دی، د پاکستان صدراعظم وایي په هر هېواد چې سلام اچوو، سلام مو څوک ددې لپاره نه اخلي چې ګواکې له موږ پور/قرض و نه غواړي.

    شهباز شریف په سټیج ولاړ او وایي چې موږ د سترګو لګېدو ځای نه دی پریښی؛ که ښي خوا ګورو قرضدار راته ولاړ وي پیسې غواړي، که کیڼ لوري ته ګورو پوروړی راته ولاړ وي، که مخکې ګورو پور ولا رانه پیسې غواړي که شاته مخ اړوو خلک رانه خپلې پیسې غواړي.

    افغانستان قوي دپلوماسۍ لري، له دنیا سره د اسلامي اصولو سره سم تعامل غواړي، او په دې برخه کې د افغان حکومت له لوري کافي پرمختګونه شوي دي؛ په لوږې او نا امنۍ کې ګیر پاکستان کله زموږ مړه خېټه او ارام ژوند زغملی شي؟د آصف دراني خبرې پرته له رواني جګړې بل هدف نه لري، د پاکستان عمق استراتیژي افغانستان کې جګړه، فزیکي او ذهني نا امني ده.

    د رواني نا امنۍ ښه وسیله میډیا ده، میډیا ته سافټ پاور وايي؛ که دوی غواړي چې موږ ووېروي او زموږ سیاستوال یې پښو ته ولوېږي چې څه وکړو یوه لار را وښیه؛ دا د دوی ډېره غلطه محاسبه ده.

    نن سبا پاکستان خپله د بحرانونو سونامي په مخه کړی چې کله به ډوب شي؟ ښه دا ده چې پاکستانیان په خپلو ستونزو تمرکز وکړي او ځانونونه له بې شمېره ستونزو را وباسي.

    مخکینۍ مقالهتازه خبر: متحده عربي اماراتو کې رسماً د افغانستان سفير ومنل شو
    راتلونکي مقاله د نن ورځې د مهمو خبرونو غورچاڼ.

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 جون 2025

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره قطر کې د…

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    قطر پر العدید پوځي هډې د ایران برید وغانده

    23 جون 2025

    قطر کې پر امريکايي پوځي هډې‌ ۳ توغندي په هدف لګېدلي

    23 جون 2025

    له قطر وروسته د ایران له خوا په بحرین، عراق او کوېټ کې هم پر امریکایي پوځي هډو توغندي وویشتل شول

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.