Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»تورې څېرې»آیا احمد مسعود د احمدشاه مسعود ځای نیولی دی؟
    تورې څېرې

    آیا احمد مسعود د احمدشاه مسعود ځای نیولی دی؟

    صابر افغانصابر افغان29 اگست 2025څرگندونې نشته5 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان جنګ سالارانو که څه هم هېڅ یوه یې د پاچاهۍ او پوره واک خوند و نه څکه، خو که د دوی د بدنام ژوند لیک په اړه لږ فکر هم وکړو، وبه وینو چې د یو ظالم او جنایتکار پاچا او حاکم په پرتله یې په چلند او کړنو کې هېڅ کمي او نیمګړتیا نه درلوده او ټول خصلتونه او عادتونه یې یو په بل پسې په خپل ژوند کې پلي کړي دي.

    په دې منځ کې د واک وراثتي کول د دغو جنګ سالارانو تلپاتې ځانګړتیا وه؛ په دې توګه چې د پرځېدلي جمهوریت په وخت کې، هر یوه هڅه کوله چې خپل زوی مقام او موقف ته ورسوي. د هرات له جنګ سالار اسماعیل خان څخه تر دوستم، عطامحمد نور، برهان‌الدین رباني، احمدشاه مسعود او د افغانستان د معاصر تاریخ تر نورو بدنامو څهرو پورې.

    د جمهوریت له سقوط وروسته که څه هم د ټولو تښتېدلو جنګ سالارانو خوځښت او فعالیت له زوال او خاموشۍ سره مخ شو، خو ځینو یې د مقاومت او د افغانستان د بیا اشغال د خوب په ادعا سره مخالفت اعلان کړ. احمد مسعود، د احمدشاه مسعود نازولی زوی، هغه څوک دی چې د ژوند ډېره برخه یې په اروپايي هېوادونو کې تېره شوې او د پردیو په لاس روزل شوی دی، نوموړی د همدې کسانو له جملې څخه دی چې د افغان حکومت پر وړاندې یې د مخالفت غږ پورته کړی او ځان د پلار ځایناستی بولي.

    د پخواني حکومت له سقوط وروسته، د احمد مسعود نوم د «مقاومت جبهې» د مشر په توګه مطرح شو، په دې توګه چې ډېرو په پیل کې هغه د احمدشاه مسعود سیاسي او نظامي وارث وباله؛ خو د وخت په تېرېدو سره واقعیتونو وښودله چې د هغه او د پلار ترمنځ یې واټن خورا ډېر دی.

    لومړی ټکی، د سیاسي مشرانو، پخوانیو چارواکو او د شمالي ټلوالې د پېژندل شویو څهرو بې باوري ده. په داسې حال کې چې احمدشاه مسعود په اویایمه لسیزه کې وتوانید چې د شمال پراخ شمېر قوماندانان او سیاستمداران راټول کړي، احمد مسعود بیا داسې مقام نلري؛ ځکه ډېری هغه څهرې چې یو وخت یې د ده د پلار ترڅنګ جبهه پرانیستې وه، نن یا چوپ دي او یا یې په ښکاره توګه له احمد مسعود څخه واټن اخیستی دی؛ هغه تیت پرک والی چې په څرګنده توګه دا ښيي چې په اوسنۍ مقاومت جبهه کې سیاسي باور او پخوانی یووالی نشته.

    له بلې خوا، احمد مسعود په پوځي برخه کې هېڅ لاسته راوړنه نه ده درلودلې. د جمهوریت د سقوط په لومړیو ورځو کې یې په پنجشیر او یو شمېر شمالي ولایتونو کې د خلکو د راټولولو لومړنۍ هڅې ډېر ژر وځپل شوې او پاتې ځواکونه یې یا تیت پرک شول او یا تسلیم شول؛ په پایله کې همدا چاره د دې لامل شوه چې ډېری ملاتړ کوونکي یې خپل انګېزه له لاسه ورکړي او هغه یوازې پرېږدي.

    بل مهم عامل، د احمد مسعود شخصي نفوذ دی. هغه د خپل پلار برعکس، چې د خلکو د راټولولو توان یې درلوده او حتی د ځینو مخالفینو ترمنځ یې هم یو ډول درناوی راپارولی و، احمد مسعود داسې مقام نه دی ترلاسه کړی. د افغانستان له خلکو څخه د هغه د لرې والي له امله، په هغو کلونو کې چې اړتیا وه، د ډېرو خلکو لپاره ناپېژندل شوی او بې اغېزې پاتې شوی او په حقیقت کې، هغه یو میداني مشر نه، بلکې یوه رسنیزه څهره بلل کېږي.

    پر دې سربېره، د مقاومت جبهې دننه اختلافات، سیاسي بې برنامګي او پر بهرني ملاتړ څرګنده تکیه، د احمد مسعود مقام د پخوا په پرتله ډېر کمزوری کړی دی. ډېری په دې باور دي چې هغه د دې پر ځای چې پر داخلي ظرفیتونو تکیه وکړي، ډېر یې پر بهرنیو مرستو امید تړلی دی؛ هغه چلند چې عامه باور یې کم کړی او د نورو مطرحو څهرو ترمنځ یې نفوذ ور کم کړی دی.

    دا ټول عوامل ښیي چې احمد مسعود نه دی توانېدلی چې د پلار ځای ونیسي. نه په سیاسي برخه کې نفوذ لري چې مشران او جریانونه متحد کړي، نه یې په نظامي برخه کې بری یا لاسته راوړنه ترلاسه کړې او نه په ټولنیزه کچه داسې شخصیت لري چې خلک راټول کړي.

    برعکس، ورځ په ورځ یې د چاپېریال حلقه کوچنۍ شوې، د مقاومت جعلي جبهه د مسعود کورنۍ ته محدوده شوې او پېژندل شوې څهرې یو په بل پسې له هغه جلا کېږي. له همدې امله، احمد مسعود نن ورځ تر هغه چې یو ریښتینی مشر وي، د یوې جبهې د سقوط سمبول دی چې یو وخت، لږ تر لږه د یو شمېر خلکو په نظر پیاوړې بلل کېده.

    د هغه شخصیت جدي اغېزه نلري او له احمدشاه مسعود سره یې واټن ښیي چې یوازې «وارث» اوسیدل کافي نه دي، بلکې سیاسي مشري، نظامي او ټولنیزو وړتیاوو ته اړتیا لري چې احمد مسعود تر نن ورځې پورې له ځانه نه دي ښودلي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهد بلوچستان د ازادۍ غورځنګ مشر بشیر زیب بلوچ: د هیروف عملیاتو دوهم پړاو به تاریخ بدلوونکی وي
    راتلونکي مقاله اسرائیلي رژیم تېره شپه یو وار بیا د یمن پر پلازمېنې بریدونه کړي

    مربوطه لیکنې

    د اسلام آباد په ناسته کې د مقاومت شوری رول

    3 سپتمبر 2025

    په نقاب کې پټه څهره؛ د عبدالرشید دوستم له شرم ډک ژوند لیک ته لنډه کتنه

    2 سپتمبر 2025

    بې تاثیره څېرې او د هغوی تاریخ تېره غوښتنې او وړاندیزونه

    26 اگست 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 6 سپتمبر 2025

    د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین: که لويديځ هېوادونه اوکراین ته پوځيان واستوي نو مسکو به یې د مشروع هدفونو په توګه په نښه کړي

    د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین لويديځ په تېره بيا امريکا ته ګواښ کړی، چې که…

    هېواد کې د نږدې ۱۰۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د برښنا تولید هوکړې او قراردادونه لاسلیک شول

    6 سپتمبر 2025

    د افغانستان برښنا شرکت رئيس ډاکټر عبدالباري عمر: افغانستان کې د قدرت جزیرې او زورواکي له منځه تللې او شفافیت رامنځته شوی، چې دې سره پانګونو ته پراخې زمينې برابرې شوې دي

    6 سپتمبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د روسیې ولسمشر ویلادیمیر پوتین: که لويديځ هېوادونه اوکراین ته پوځيان واستوي نو مسکو به یې د مشروع هدفونو په توګه په نښه کړي

    6 سپتمبر 2025

    هېواد کې د نږدې ۱۰۰۰ مېګاواټه په ظرفیت د برښنا تولید هوکړې او قراردادونه لاسلیک شول

    6 سپتمبر 2025

    د افغانستان برښنا شرکت رئيس ډاکټر عبدالباري عمر: افغانستان کې د قدرت جزیرې او زورواکي له منځه تللې او شفافیت رامنځته شوی، چې دې سره پانګونو ته پراخې زمينې برابرې شوې دي

    6 سپتمبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،017 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،960 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،990 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.