Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»آیا د سرپرست حکومت په وړاندې مقاومت د افغانستان د معضلاتو حل کېدلی شي!؟
    لیکني

    آیا د سرپرست حکومت په وړاندې مقاومت د افغانستان د معضلاتو حل کېدلی شي!؟

    صابر افغانصابر افغان14 اپریل 2025څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    کله چې امريکايانو پر افغانستان یرغل پیلاوه، د شمالي ټلوالې مشرانو او قوماندانانو ته يې پیسې ورکړې او هغوی د امریکا د ځمکني پوځ په توګه په جګړه کې برخه واخیسته؛ د «بن» ننګینې ناستې پرېکړه کړې وه، چې هېڅ پوځي ځواک به كابل ته نه ننوځي؛ خو کله چې طالبان له کابل څخه ووتل، شمالي ټلواله کابل ته ننوتل، له کولاب او خواجه بهاء الدین څخه یې خپل خیالي دولت بېرته کابل ته راووړ او له رهبره تر عسکره ټول دولتي بستونه یې تنها په خپلو جنګیالیو ډک کړل.

    د «بن» د پرېکړو له مخې د افغانستان لنډ مهاله اداره جوړه شوه، تش په نامه مشر يې حامد کرزی و، خو واک عملاً د شمالي ټلوالې، جمعيت ګوند او نظار شوری په لاس کې و؛ هغه اداره چې له سل – دوه سوه کسانو څخه جوړه وه او له دیرش میلیونه زیات نفوس ته د ګډون حق نه ورکول کېده، همدا سل – دوه سوه تنه وو، چې مرستیالان کېدل، وزيران، مشاورين، واليان او سفيران کېدل او له ټولو ناکامیو سره، سره بیا، بیا ټاکل کېدل او د دې ولس په سرنوشت یې لوبې کولې، داسې یوه اداره یې جوړه کړې وه، چې په ټوله نړۍ کې یې د دوهمې فاسدې ادارې نوم ترلاسه کړ او افغانستان يې له يوې تاريخي بدنامۍ سره مخامخ کړ.

    دا د پوښتنې وړ ده چې ولې ځینې خلک قصداً دوی د اساسي حقونو او انساني ارزښتونو مدافعین معرفي کوي!؟ دوی تجربه شوي دي، د دوی د واک او عروج په دوره کې هغه څه وشول، چې خلک یې په یادولو د شرم او عار احساس کوي. د پخوانیو مجاهدینو اولادونه د ولس په وژنه میلیونران شول، د ځمکو غصب تر ټولو لوړ حد ته ورسېده، د هېواد معدنونه له شخصي آدرسونو پلورل کېدل، هر ولایت خپل امپراتور درلود او هېوادوال له نا امنۍ ځورېدل. په داسې حالاتو کې افغانستان بنسټیزو تحولاتو ته اړتیا درلوده، له سولې او جوړجاړي څخه وتلي خلک پر هېواد واکمن وو، هماغه و چې پر هېواد یو ستر تحول راغلی، د ولس قاتلين، غله او جنګ سالاران له هېواد څخه وتښتېدل، وروسته له څه وخت تېرېدو بیا په بهر کې د خپل شر د سړولو په پار، څو ځله سره ټول او خواره شول، خو متحد نه شول.

    دا چې دوی سره يو کېدلای نه شي او په یوه دسترخوان سره ټولېدلای نه شي، ډېر دلایل شتون لري؛ اصلاً د دوی ترمنځ داسې اساسي او مشترکه نکته شتون نه لري، چې دوی پرې ور ټول شي. خپل‌منځي اختلافات، قومي، سمتي، ژبني او نور تعصبات، مافیايي ذهنیتونه، شخصي رقابتونه، د قدرت د انحصار هڅې او د پردیو د اجنډاوو پر مخ وړل یې د جلا کېدو او وېشل کېدو د برجسته عواملو په توګه یادولی شو.

    دغه ډله خلک د جمهوریت په شل کلنه توره دوره کې، د بېلابېلو بهرنیو هېوادونو له لوري وپلورل شول، هر یوه ځانته د یوه یا څو هېوادونو د ګټو لپاره کار کاوه/ کوي، څوک د سیمې او څوک بیا د نړۍ د نورو هېوادونو پردۍ اجنډاوې مخ ته وړي.

    د وسلوال مقاومت په نوم جوړې شوې بهر مېشتې ډلې چې د بېلابېلو نظریاتو او ګټو پر بنسټ د فعالیت ادعاوې لري، خپله یو معضله ده، له همدې امله دوی خپله هېڅکله د افغانستان د معضلاتو حل نشي کېدلی؛ د افغانستان د معضلاتو حل د داسې چارواکو او حکومت په توسط ممکن دی، چې پاک، مشروع او د خلکو له بطنه ټوکېدلی وي، د اسلام او هېواد ټولو ارزښتونو ته ژمنتیا ولري او د مرکزي نظام د جوړولو ترڅنګ د افغانستان جوړولو په نیت واکمني وکړي، نه داسې اشوبګرې، پردي پالې او شر خوښې ډلې، چې له بهرنیو هېوادونو د افغانستان د معضلاتو د حل په نوم ناکامې هڅې کوي.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپاکستاني طالبانو باجوړ کې د یوه هدفي برید په ترڅ کې د پاکستان د څارګرې ادارې کارمند په هلاکت رسولی
    راتلونکي مقاله د پرځېدلي جمهوريت پر مهال د پنجشېر د ولايتي شوری رئيس پنجشېر ته راستون شوی

    مربوطه لیکنې

    د حقیقت د تزویر لپاره د پخوانیو چارواکو د کتاب لیکنې دود

    10 اکتوبر 2025

    نوی افغان حکومت د ملت خیر غوښتونکی که شر غوښتونکی دی؟

    9 اکتوبر 2025

    نوی افغان حکومت د ملت خیر غوښتونکی که شر غوښتونکی دی؟

    9 اکتوبر 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    Blog 10 اکتوبر 2025

    درېیم تعقیب: دیره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز برید کې څه باندې ۵۰ پولیس وژل شوي

    د وینزویلا ولسمشر د ټرمپ فشارونو ته تسلیم شو

    10 اکتوبر 2025

    ټرمپ راتلونکې یکشنبه اشغال شوي فلسطین ته سفر کوي

    10 اکتوبر 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    درېیم تعقیب: دیره اسماعیل خان کې د پولیسو پر مرکز برید کې څه باندې ۵۰ پولیس وژل شوي

    10 اکتوبر 2025

    د وینزویلا ولسمشر د ټرمپ فشارونو ته تسلیم شو

    10 اکتوبر 2025

    ټرمپ راتلونکې یکشنبه اشغال شوي فلسطین ته سفر کوي

    10 اکتوبر 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،044 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،992 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،034 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.