له دې وړاندې چې د عنوان تشریح ته لاړ شو، لومړی باید یوه پوښتنه ځواب شي، هغه دا چې ائتلافونه ولې رامنځته کېږي؟ د ائتلافونو د شړېدو له موضوع وړاندې، د ائتلافونو د ایجاد علت سپړل مهم دي.
کله چې څو افراد په یوازې توګه د هدف د ترلاسه کولو توان ونه لري، نو له نورو سره یو ځای کېږي؛ یا د ځواک د کمزورۍ له امله، یا د ګډ دښمن یا ګډ ګواښ پر ضد. ډېری ائتلافونه د مخالفت پر بنسټ جوړېږي، نه د ګډ فکر پر بنسټ. د سیاسي مشروعیت جوړولو لپاره، ډلې غواړي ځانونه منظم، استازولۍ لرونکي او جدي وښيي. یا د پخوانیو جوړښتونو له ناکامۍ وروسته؛ کله چې زاړه چوکاټونه ناکام شي، نوی نوم او نوی ائتلاف رامنځته کېږي. یا د رسنیو د تسخیر او تبلیغ لپاره، ځینې ائتلافونه عملي نه، بلکې نمایشي رامنځته کېږي. په لنډو کې که ووایو، ائتلاف هغه وخت جوړېږي، چې یوازیتوب د منحلېدو اوج ته رسېدلی وي.
پورتنيو علتونو ته په کتو سره، چېرته چې یوه ډله، ډلې یا فردي هڅې د ضعف او منحلېدو له خطر سره مخ وي، بیا د وروستۍ هڅې په ډول د یو ځای کېدو کوښښ کوي او په یاد ورځي چې «د دښمن، دښمن دوست دی»، بیا د خپل دښمن په دښمنانو کې ګوري او یو داسې دښمن خپل دوست ټاکي، چې د ده له دښمن سره دښمني ولري او یو ګډ ائتلاف ورسره جوړ کړای شي، دغه ګډ ائتلاف له جوړېدو وروسته هره شېبه د شړېدو له خطر سره مواجه وي، ځکه هر لوری خپله اجنډا لري او له امله یې ژر ټکر رامنځته کېږي. د دغسې ائتلافونو رهبري ګډه او ضعیفه وي او ګډ مشرتابه بیا ډېری وخت پرېکړه نه شي کولای. هغه ائتلافونه چې پر اصولو نه، بلکې پر مصلحت ولاړ وي، دوام نه کوي او بدیل نه شي کېدای، همدا راز د جوړښت تر شا د فکر ټکر هر څه له منځه وړي.
ائتلافونه هغه وخت د باور وړ بدیل ګرځي، چې د ولس له اړتیاوو، د ټولنې له متن او روښانه برنامې سره راټوکېدلي وي؛ خو د وروستیو څلورو کلونو ډېری ائتلافونه د همغږۍ د وروستي ائتلاف په شمول، د واک له لاسه وتلو احساسي غبرګونونه دي، نه د نظام جوړونې د فکر محصول. همدا وجه ده چې د دوی ترمنځ نه ګډ هدف شته، نه واحد دریځ او نه هم منسجمه رهبري؛ کله چې بنسټ د غبرګون پر احساس ولاړ وي، پایله یې په طبیعي ډول شړېدنه ده.
د ائتلافونو ترمنځ بل اساسي لامل د مشرتابه بحران دی. دا ائتلافونه تر ډېره د هغو څېرو پر محور راڅرخي، چې یا د داخلي جګړو سابقه لري، یا ولسي مشروعیت نه لري او یا د تېرو ناکامیو بار پر اوږو وړي. دا جوړښتونه د بهرني ملاتړ په توهم اخته دي. ځینې فکر کوي، چې د بهرنیو لوبغاړو په مټ بدلون راوستلای شي، حال دا چې نړیوال سیاست نور مصرف شوې څېرې نه پېري.
دا ائتلافونه بدیل نه، بلکې د پرځېدلي جمهوریت نوي شرارتونه دي. ولس بدیل هغه ته وایي چې نوی فکر، نوې ژبه او د ستونزو عملي حل وړاندې کړي، نه دا چې زاړه شعارونه د نوې بڼې په نوم تکرار کړي. له همدې امله، تر مقاومت او نورو نومونو لاندې ادرسونه او دې ورته جوړښتونه لا هم د ولس پام نه شي اړولای.
د مخالفینو د ائتلافونو په وړاندې بیا افغان حکومت ځکه ورځ تر بلې محکم کېږي، چې یو مرکز، واحد تصمیم، امنیتي برلاسی او اداري تسلسل لري. ولس ثبات ته ترجیح ورکوي، نه مبهمو ائتلافونو ته. تر هغو چې ائتلافونه له شخص محورۍ، واک غوښتنې او بهرنۍ تکیې تېر نه شي، نه به دوام وکړي او نه به د بدیل ځای ونیسي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.


