له امریکايي رسنۍ «سيانان» سره د تحریر الشام غورځنګ د مشر ابو محمد الجولاني په ځانګړې مرکه کې د راتلونکي حکومت پر څرنګوالي د نوي پوځ پر جوړښت او نورو مهمو موضوعاتو خبرې شوي دي.
ښاغلي جولاني له یادې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي: «مونږ په سوریه کې شرعي نظام حاکموو، له اقلیتونو څخه ساتنه کوو، د اسد رژیم نسکوروو، له سوریې څخه نورو هېوادونو ته د زیان رسولو اجازه نه ورکوو او د تش په نوم اسلامي حکومت پر ځای په پوره معنا شرعي نظام جوړوو.»
همداراز ابو محمد الجولاني د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې، د نوي پوځ پر جوړولو تر نورو ښه پوهېږي او داسې پوځ به جوړ کړي چې پر بهرنیو هېوادونو متکي نه وي.
د یادونې وړ ده چې له تېرو څو ورځو را په دېخوا د ابو محمد الجولاني په مشرۍ د تحریر الشام غورځنګ او ورسره نورو اسلامي ډلو په ډلهییزه توګه د بشار الاسد د رژیم پر وړاندې عملیات پیل کړي، ډېرې سیمې یې ترې لاندې کړي او لا هم خپلو چټکو پرمختګونو ته دوام ورکوي.