اترا ادارې ویلي، چې په هېواد کې د مخابراتو په برخه کې د دوه اعشاریه اته میلیارډ ډالرو په ارزښت پانګونه شوې ده.
د دغې ادارې تخنيکي مرستيال په هېواد کې د مخابراتي خدمتونو پر پراختيا په ټینګار سره، هېوادوالو ته د مخابراتي خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د لا زياتو اسانتياوو د برابرولو لپاره د هڅو خبره کوي.
د اترا ادارې تخنیکي مرستیال، عطا محمد یاري په خپلو خبرو کې وایي، تر اوسه په ټول هېواد کې خلکو ته ۳۳،۹ میلیونه سیم کارتونه وېشل شوي دي.