د اسلامي امارت د مشر د فرمان پر اساس اته دولتي بنسټونه له وزارتونو سره یو مدغم شول.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، چې دغه کار د تشکیلاتي پړسوب، د زیاتو لګښتونو د مخنیوي او تر یوه صلاحیت لاندې ادارو په کارونو کې د لا ډېرې اغېزمنتیا لپاره شوی دی.
مجاهد زیاته کړې ده: ” د دغه فرمان له مخې؛ د تفتیش عالي اداره د معاونیت بست د احکامو او فرمانونو د څارنې او تعقیب له ریاست سره، د افغانستان طبي عالي شورا د عمومي ریاست په بست کې د عامې روغتیا له وزارت سره، د خوړو او درملو ملي اداره د معینیت په بست کې د عامې روغتیا له وزارت سره، د اوسپنې پټلۍ اداره د معینیت په بست کې د ټولګټو له وزارت سره، د تېلو او ګازو مرکزي او ولایتي ازماېښتونونه او تشکیلات یې د سټنډرډ او نورم له ملي ادارې څخه د مالیې وزارت د عوایدو او ګمرکاتو له معنیت سره، د خوراکي توکو مرکزي او ولایتي ازماېښتونونه او تشکیلات یې د سټنډرډ او نورم له ملي ادارې څخه د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو له معینیت سره، د حرفه يي زدهکړو اداره د کار او ټولنیزو چارو له وزارت سره او د اولمپیک ملي کمېټه د بدني روزنې او ورزش له عمومي ریاست سره مدغم شوې دي”.
د چارو شنوونکي وايي، چې دغه یو غوره اقدام دی، چې ورسره د زیاتو لګښتونو او تشکیلاتي پړسوب مخه نیول کیدای شي.