د افغانستان د ګډوډ تاریخ په زړه کې د یوه مرموز خاین نوم پروت دی چې د «اتل» لقب ورسره تړل شوی. احمدشاه مسعود، چې دوهمخیزه سکه وه؛ له یوې خوا «اتل» بلل شوی او له بلې خوا یې داسې جنایتونه کړي چې د کابل او د افغانستان د شمال په بدنه یې زخمونه تر اوسه پاتې دي.
د احمدشاه مسعود د جنایاتو په منځ کې د افشارو فاجعه ځانګړی ځای لري. د ۱۳۷۱ هـ ش کال په ژمي کې د هغه تر قوماندې لاندې ځواکونو او متحدینو یې د کابل لویدیځ کې افشار سیمه وځپله؛ داسې برید یې وکړ چې سلګونه ملکي کسان، چې ډېری یې د هزاره قوم وو، پکې ووژل شول.
ډېر راپورونه د هماغه ورځې د تجاوز، لوټ او ډلهییزې وژنې کیسه کوي. دا پېښه د مسعود د واکمنۍ د بېرحمۍ او بېقانونۍ یو ناپاک داغ ګڼل کېږي.
خو بیا هم، احمدشاه مسعود په راتلونکو کلونو کې، په ځانګړي ډول له ۲۰۰۱م کال وروسته کله چې دی ترور شو، د افغانستان د «ملي اتل» په توګه وپېژندل شو. دغه لقب د حامد کرزي د ولسمشرۍ پر مهال ورکړل شو او د هغه د ترور ورځ (۱۸م د سنبلې) د هېواد په رسمي کلیزه کې د «شهید ورځې» په نوم ثبت شوه.
خو دا پرېکړه د ولس له اجماع څخه نه، بلکې د نظار شورا او د جمعیت اسلامي د نږدې کړیو تر سخت فشار لاندې وشوه؛ هغه ډلې چې په واکمن جوړښت کې یې پراخ نفوذ درلوده، له مسعود څخه یې یو سیاسي او قومي سمبول جوړ کړی و.
له شوروي اتحاد سره د جګړې پر مهال د احمدشاه مسعود رول هغه د لوېدیځو رسنیو په سترګو کې په یوه کاریزماټیکه څېره بدل کړ، داسې څېره چې وروسته په اروپايي پارلمان کې هم وستایل شوه، خو آیا دا کافي ده چې د هغه کورني جنایتونه له پامه وغورځول شي!؟
د احمدشاه مسعود اړیکې له بهرنیو استخباراتي ادارو لکه د پاکستان «آیایسآی»، د شوروي «کېجيبي»، د امریکا «سيآياې»، د ایران «واواک» او د هند «راو» سره د هغه د منفي شخصیت بله څېره بربنډوي. راپورونه ښيي چې نوموړي د مالي او نظامي سرچینو د تر لاسه کولو لپاره په بېلابېلو وختونو کې له دغو ادارو سره همکاري کړې ده. دا اړیکې نه یوازې د هغه سیاسي خپلواکي تر پوښتنې لاندې راولي، بلکې څرګندوي چې د افغانستان ملي ګټې ډېر ځله د هغه د سیاسي لوبو قرباني شوي دي.
د طالبانو له لومړۍ دورې وروسته، له احمدشاه مسعود څخه د اتلجوړونې هڅې زور واخیست. رسنیو، فرهنګي بنسټونو او آن تعلیمي نظام د هغه د «آزاديپال مبارز» انځور وړاندې کړ؛ داسې انځور چې د کورنیو جګړو ترخو حقایقو او د کابل او د افغانستان د شمال په ورانولو کې د هغه له رول سره هېڅ اړخ نه لګوي. دا اتلجوړونه تر ډېره د سیاسي او قومي اړتیاوو پر بنسټ جوړه شوې وه، نه د رښتیني واقعیت پر بنسټ.
د ګڼو سیاسي او فرهنګي منتقدانو په باور، مسعود د ملت اتل نه و، بلکې د نظار شورا مشر و؛ هغه ډله چې په تېرو دریو لسیزو کې یې د مخالفینو له منځه وړلو او تصفیه کولو سره په ځینو ولایتونو کې واک په قبضه کې ساتلی و.
تر شلو ډېرو ولایتونو کې د مسعود نوم د ویاړ پر ځای د کرکې او د وینې له خاطرو سره تړلی دی. دا واقعیت څرګندوي چې د «ملي اتل» لقب له ولسه نه، بلکې د واکمن جوړښت له منځه را پورته شوی و.
احمدشاه مسعود باید د افغانستان د پېچلي تاریخ په بستر کې وڅېړل شي؛ نه د قومي احساساتو پر بنسټ او نه د رسنیو د تبلیغاتو پر اساس. د تاریخ تر ټولو ستر خیانت دا دی چې له هغو کسانو څخه قهرمان جوړ شي چې لاسونه یې د ملت په وینو ککړ دي.
د پاکستان د استخباراتو رئیس ډگروال یوسف، په خپل کتاب «تلک خرس» کې لیکي: «هر چا چې کولی شوای د سالنګ تونل ویجاړ کړي، د اتل لقب یې خپلولی شو. احمدشاه مسعود توانېدلی و د روسانو اکمالاتي لاره تر ډېرې مودې وتړي. همدا وجه وه چې مسعود په هغه زمانه کې د لوېدیځو رسنیو معشوق و او د خپلو بادارانو له لوري د اتل او د پنجشیر د زمري په نومونو مشهور شوی و».
خو د احمدشاه مسعود خاینتوب هغه تریخ حقیقت دی چې د افغانستان شریف ولس باید پرې پوه شي، تر څو د لویدیځ او د وطن د بدخواهانو نویو دامونو ښکار نه شي، کوم دامونه چې یې زوی یعنې احمد مسعود غوړولي دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.